د لاس رسي وړ اتصالات

الجزایری فوټبالر د غزې په اړه د ویډیو خپرولو له کبله محاکمه کیږي


یوسف عطال
یوسف عطال

د الجزایر نړیوال فوټبالر یوسف عطال د یو فلسطیني مبلغ د داسې یوې ویډیو د خپرولو له کبله د دوشنبې په ورځ دسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) په فرانسه کې محاکمه کیږي چې پر اسرائیل باندې د "تورې ورځې" د راتلو ګواښ کوي.

عطال د فرانسې په غوره لیګ کې د نیس په لوبډلې کې لوبه کوي. پر اسرائیل د حماس د اکتوبر د اوومې د برید وروسته چې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۱۳۹ کسان پکې ووژل شول، نوموړي پر خپل انسټاګرام حساب کې دغه ویډیو خپره کړې وه چې ۳.۲ میلیونه لیدونکي لري.

د فرانس پرس له خوا لیدل شوې دې ویډیو کې فلسطیني مبلغ محمود الحسنات په لومړي سر کې په غزه کې د ماشومانو د وضعیت په اړه خبرې کوي.

څارنوالانو وویل، د دې ویډیو په بله برخه کې الحسنات پر خدای غږ کوي چې "پر یهودانو توره ورځ راولي"، او د غزې د اوسیدونکو "لاسونه" ثابت کړي.

پر دغه ۲۷ کلن فوټبالر د کینې د خپرولو تور پورې شوی. نوموړي دا ویډیو له خپل حساب څخه حذف کړې او بخښنه یې غوښتې ده.

عطال وروسته له هغه د نیس له لوبډلې څخه لیرې کړل شو چې څارنوالانو وویل پر نوموړي د "ترهګرۍ د توجیه کولو" د تورونو پلټنه کوي.

د څارنوالانو په وینا، د ویډیو له لیدلو او عطال سره له مرکې وروسته یې له نوموړي دغه تور لیرې کړی او او پرځای یې هغه د "مذهبي کرکې په هڅولو" تورن شوی دی.

د نژاد پرستۍ او یهودیت سره د مخالفت پر ضد نړیوال لیګ (لیکرا) او په فرانسې کې د یهودانو ملاتړي یو بل سازمان د عطال په خلاف عریضه کړې ده.

که چېرې نوموړی مجرم ثابت شي، ښايي تر یو کال قید او ۴۵۰۰۰ یورو (۴۹۰۰۰ ډالر) جریمه شي.

نوموړی د خپلې محاکمې تر پایه تر څارنې لاندې دی او بهر ته د سفر اجازه نلري خو یوازې د مسلکي فوټبال دپاره سفر کولی شي.

د عطال د ټیم یو شمېر الجزایري لوبغاړو له نوموړي سره د نرمۍ غوښتنه کړې او استدلال یې کړی چې هغه بخښنه غوښتې او له پوسټ کولو وړاندې یې ویډیو ترپایه نه وه کتلې.

په غزه کې خونړۍ جګړه د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا په اسرائیل کې د بې ساري برید سره پیل شوه. د اسرائیل د تازه شمیرو له مخې، په دغه برید کې ۱۱۳۹ کسان چې ډیری یې ملکي وګړي وو، ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي، په غزه کې د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې تراوسه شاوخوا ۱۹۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG