د لاس رسي وړ اتصالات

عایشه وهاب؛ لومړۍ افغانه-امریکایۍ چې د کالیفورنیا د سنا غړې ټاکل شوې


عایشه وهاب، د کالیفورنیا ایالتي سناتوره
عایشه وهاب، د کالیفورنیا ایالتي سناتوره

عایشه وهاب لومړۍ افغانه امریکایۍ ده چې د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت سنا ته بریالۍ شوې ده. هغې د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۳ (مرغومې۲۳) لوړه وکړه او خپله دنده یې پيل کړه.

مېرمن وهاب چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ټاکنو کې دغه مقام ته انتخاب شوې، د میرمنو، اقلیتونو او مهاجرینو لپاره د کار کولو ژمنه کړې ده.

هغې د لوړې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: "هڅه کوم له هغو افغانانو سره چې کالیفورنیا ته راغلي مرسته وکړم. له څو تنه افغانانو سره چې د والي په دفتر کې دنده لري، په تماس کې یم ترڅو دلته له افغانانو سره مرسته وکړو."

د مېرمن وهاب پلار تواب وهاب وايي، عایشې له کوچینوالي له سیاست سره مینه لرله.

هغه وویل: "دا د ټولو افغانانو دپاره افتخار دی، په ځانګړي ډول افغان مېرمنو ته د افغانستان په دغو حالاتو کې، چې په نړیواله سطحه پرمختګ کوي."

د عایشې وهاب د لوړې په مراسمو کې د هغې د ښوونځي د دورې استادې اولیویا سورنټینو، هم ګډون کړی وو،‌ هغه وايي د عایشې په پرمختګ ویاړي.

هغې وویل: "خپلې اوښکې مې ټینګې کړې چې ژړا رانشي، د عالي لیسې پر مهال مې عایشه په یاده ده چې ډېره فعاله وه. ‌نورو سره یې ښې اړیکې درلودې، زه پرې ویاړم."

د کالیفورنیا دغې ایالتي څوکۍ ته د مېرمن وهاب په رسېدو باندې په دې ایالت کې میشت افغانان هم خوښ دي.

د کالیفورنیا اوسېدونکې، فریدې مومند وویل: "په تیرو څلویښت کلونو کې چې افغانان کالیفورنیا ته راغلي، دا لومړی ځل دی چې یوې افغان میرمنې دومره شهامت کړی چې ځان د سنا تر غړیتوب ورسوي."

په کالیفورنیا کې د افغان پیوستون د ټولنې مشرې رونا پوپل دا کار په امریکا کې د افغان ځوانانو او پیغلو دپاره هیله بخښونکی وباله.

هغې وویل: "د خپلې ټولنې نور ځوانان هڅوو چې د عایشې په څېر بېلګه شي او وکولای شي هغوی هم په امریکا کې لوړو مقامونو ته ورسیږي."

عایشه وهاب‌ په نیویارک کې زیږیدلې، د کالیفورنیا ایالت په سان فرانسیسکو ښار کې لویه شوې او لوړې زده کړې یې ددغه ایالت په سن هوزې کې سرته رسولي دي.

هغې وویل: "مور او پلار مې تل راته ویل چې باید په ښه لویه شې، د مشرانو احترام وکړې او خپل افغانیت وساتې."

مېرمن وهاب له دې وړاندې، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ پورې، د کالیفورنیا ایالت د هیوارډ ښار د شورا منتخبه غړې وه.

XS
SM
MD
LG