د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي همکارۍ سازمان: د اسلامي نړۍ علماو دې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز خلاف متحد شي


د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د پریکړې خلاف د اسلامي نړۍ د دیني علماو د یووالي غوښتنه کړې ده.

د یاد سازمان د معلوماتو په اساس د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومې اتمه) د اسلامي فقې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د یادې پرېکړې خلاف د اسلامي نړۍ د دیني علماو او دیني مرکزونو د یووالي کمپاین رامنځته کړي چې ښځې زده کړو ته وهڅوي.

ښاغلي ابراهیم طـه د اسلامي فقې نړیوالې ټولنې په انلاین غونډه کې د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه د طالبانو حکومت پرېکړه د اسلامي شریعت خلاف بللې ده.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان سرمنشي همدرانګه زیاته کړې چې پر نجونو او ښځو د زده کړو بندیز پرېکړه د واقعي اسلام په اړه ناسم تصور زیاتوي.

ښاغلې ابراهیم طـه ویلي: "د طالبانو حکومت پرېکړه چې د پوهنتون په ګډون د نجونو د تحصیل مخه نیسي او له علمي بستونو څخه ښځینه استادان له دندو څخه په دې خاطر لیري کول چې دا د اسلامي شریعت خلاف دی، وروستۍ قضیه ده چې د اسلامي فقې د اکاډمۍ لخوا وڅېړل شوه."

نوموړي زیاته کړې چې په تیره جولای میاشت کې د اسلامي هیوادونو د دیني علماو یو پلاوي کابل ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو سره د ښځو د حقوقو په اړه هم خبرې کړي وې.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت "حکومتي او خصوصي" پوهنتونونو ته په یوه مکتوب کې امر وکړ، چې د "کابینې د پرېکړې له مخې... د ښځو زده کړې تر امر ثاني ځنډول شوي دي".

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د دغه فرمان له صادرېدو څو ورځې وروسته د افغانستان له ملي تلوېزیون سره په مرکه کې چې د طالبانو له خوا چلېږي، "د حجاب نه مراعت کېدل، له شرعي محرم پرته سفر کول، منکرات، د نجونو لیلیې او د نجونو او هلکانو مخلوط ټولګي" په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړې د ځنډولو لاملونه وبلل.

د طالبانو حکومت دغه اقدام په افغانستان دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه وپارول. تر دې مخکې د سعودي عربستان په ګډون، قطر، ترکیې، ایران، مالیزیا، متحده عربي اماراتو د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او ګڼو نورو هیوادونو او نړیوالو بنسټونو د طالبانو حکومت یاده پرېکړه غندلې وه او د بیرته لغوه کېدو غوښتنه یې کړې وه.

خو د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور تازه ویلي چې د راروان کال د وري میاشتې پورې به د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG