د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان په ژوب کې د دریو پوليسو تر وژنې وروسته کاربنديز اعلان شوی


د کاربنديز اعلان تر هغه وروسته شوی چې د سپټمبر پر ۲۱ ناڅرګنده وسله‌ والو د ژوب په شېراني ماڼې خوا سیمه کې د ترهګرۍ ضد ځواک سرتېرو پر موټر ډزې وکړې او درې عسکر يې پکې ووژل.
د کاربنديز اعلان تر هغه وروسته شوی چې د سپټمبر پر ۲۱ ناڅرګنده وسله‌ والو د ژوب په شېراني ماڼې خوا سیمه کې د ترهګرۍ ضد ځواک سرتېرو پر موټر ډزې وکړې او درې عسکر يې پکې ووژل.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ژوب ولسوالۍ کې د سياسي ګوندونو اتحاد او سوداګرو د سپټمبر پر ۲۳ (تله ۲) د ناامنۍ پر ضد کاربنديز اعلان کړی چې له امله یې دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

پر دې سربېره نن (د دوشنبې په ورځ) د ژوب په مرکزي برخه شمس الدین شهید چوک کې یوه احتجاجي مظاهره هم کېږي.

د کاربنديز اعلان تر هغه وروسته شوی چې د سپټمبر پر ۲۱ (وږي ۳۱) ناڅرګنده وسله‌ والو د ژوب په شېراني ماڼې خوا سیمه کې د ترهګرۍ ضد ځواک سرتېرو پر موټر ډزې وکړې او درې عسکر يې پکې ووژل.

د ژوب پولیس چارواکي وايي چې په دغه برید کې یو عسکر ځای پر ځای وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو چې په هغوی کې يې دوو وروسته د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او څلورم ژوبل لا هم په روغتون کې بستر دی.

په ژوب کي د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې تاڼې مشر عبدالغفورخبريالانو ته ويلي چې تر دې ترهګرې پېښې وروسته د امنيتي سرتېرو له لوري په سیمه کي د مشکوکو وسله والو د لټون کار دوام لري خو تر دې دمه يې لا څوک نه دي نيولي.

تر اوسه د دغه بريد مسوليت چا نه دی منلی، خو په تېرو وختونو کې په هغه سيمه کې د دا ډول زياتره بريدونو مسوليت تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلی وو.

د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲ وسله والو د ژوب په چاوڼۍ کې د امنيتي سرتېرو پر کلا بريد کړی وو چې د څو ساعتونو تر جګړې وروسته د پوځ مطبوعاتي څانګې وويل چې نهه امنيتي سرتېري يې وژل شوي او هم په برید کې شامل پنځه واړه وسله وال یې وژلي دي.

د دغه بريد مسوليت کمې پېژندل شوې وسله والې ډلې "تحريک جهاد پاکستان" منلی وو چې ځينې امنيتي سرچينې او شنونکي يې" ټي ټی پي" ته نېږدې ډله ګڼي.

په ژوب کې د سپټمبر ۲۱ بريد تر هغه وروسته شوی چې له تېرو څو اونیو راهیسې پر ټولنیزو شبکو په ژوب او د شېراني ولسواليو په غرنیو سیمو کې د وسله‌ والو طالبانو د فعالیتونو ویډیوګانې خپرېږي او د سیمې اوسېدونکي هم د طالب وسله ‌والو د لیدلو ادعاوې کړي دي.

بلخوا امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو خلاف يې امنيتي تدابير نيولي دي.

بلوچستان د مساحت له پلوه د پاکستان تر ټولو لوی ايالت دی چې ۳۴۷ زره او ۱۹۰ کلوميتره ساحه لري. بل خوا د دې ايالت نفوس د پاکستان په ۲۴۱ مېليونه نفوس کې تر ټولو کم دی چې څه کم ۱۵ ميليونه کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG