د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د افغان پوځ‌ الوتکو خپل کسان ووژل


چارواکي‌ وايي برید اشتاهآ په افغان امنیتي‌‌ځواکونو شوی دی
چارواکي‌ وايي برید اشتاهآ په افغان امنیتي‌‌ځواکونو شوی دی

په هلمند کې چارواکي وايي په یو هوايي برید کې لږ تر لږه لس افغان امنیتي‌ سرتېري وژل شوي‌ دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري دا پېښه تاید کړه خو په اړه یې نور جزییات ورنکړل. چارواکي‌ وايي برید افغان هوايي پوځ‌ کړی دی.

د ګرشک په ولسوالۍ کې له تېرو څو اونیو راهېسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جنګ روان دی. پېښه د یکشنبې په ماښام د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ده ادم خان سیمه کې رامنځ ته شوې.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا ته وويل چې هوايي ځواک په سیمه کې د ځمکنیو نظامي عملیاتو ملاتړ کاوه چې پېښه رامنځ ته شوه.

هغه وايي چې د نړیوالو ځواکونو هوايي قواو په ننيو نظامي عملیاتو کې هیڅ رول نه درلود او افغان هوايي ځواک اشتباهآ د ملي‌ امنیت په سرتېرو بمبار کړی دی.

ده وويل چې عملیات روان وو چې د اهدافو په معلومیدو کې څه ستونزه پېښه شوه چې په نتیجه کې یې د افغانستان د ملي‌ امنیت لس سرتیري وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپیان دي.

د ملي امنیت وژل شوي سرتیري د پامیر د قطعې اړوند دي چې د هلمند په امنیت ساتلو کې ځانګړی اغېز لري. د ملي امنیت ټپي سرتیري په هلمند کې نظامي روغتون ته لیږدول شوي او د روغتیا په اړه يې چارواکي وايي چي د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

شاوخوا شپږ اونۍ مخکې هم په ګرشک ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د نظامي عملیاتو پر مهال په اشتباهي ډول هوايي برید کې ۱۶ تنه پوليس وژل شوي وو چې ځيني يې په کې د پوليسو لوړ رتبه منصبداران هم شامل وو.

خو هغه مهال د قاطع ماموریت الوتکو د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کاوه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG