د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د امریکا د سفارت عامه چارې ځنډیدلي


امریکا سفارت وايي دا یو موقتي اقدام دی
امریکا سفارت وايي دا یو موقتي اقدام دی

سفارتي خدمات له هغه وروسته وځنډول شول چې په بګرام ګې یوه ځانمرګي بریدکوونکي څلور امریکایان ووژل.

په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې د دوشنبې په ورځ هم سفارتي خدمات ترسره نکړل.

په کابل کې د امریکا د سفارت ویاند لویس فینتور امریکا غږ ته وویل چې سفارت ندي تړل شوی خو د عامه خدماتو چارې يې ځنډول شوي دي.

هغه وویل څرګنده نده چې آیا په سه شنبې به دغه خدمات بیا پیل شي که نه. د سفارت په عامه چارو کې قونسلي خدمات هم راځي چې افغانانو ته د ویزي اسانتیاوې برابروي.

د سفارت یوه اعلامیه وایي دا پرېکړه د بګرام په پوځي اډه کې له ځانمرګي او د مزار شریف په ښار کې د جرمني پر قونسلګرۍ له وسله وال برید وروسته کړې ده.

د بګرام په برید کې څلور امریکایان ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول، طالبانو د دغه برید مسولیت ومانه.

د سفارت اعلامیه وايي دا یو موقتي اقدام دی او تر څنګ یې د سفارت د قونسلۍ څانګه به د متحدو ایالتونو د وګړو لپاره اضطراري چارې مخ ته وړي.

د متحدو ایالتونو سفارت په افغانستان کې خپلو وګړو ته د ممکنه بریدونو او اختطاف په اړه هم خبرداری ورکړی دی او لارښونه یې ورته کړې چې له احتیاط نه کار واخلي.

په همدې حال کې سفارت وايي چې په کابل او نورو سیمو کې پر یو شمېر هغو افرادو او سیمو باندې د اورپکو د بریدونو د پلانونو په اړه هم راپورونه ترلاسه کړي، چې یو ډول نه یو ډول له امریکا سره تړاو لري.

همدغه راز اعلامیه وايي چې د اورپکو په ترهګریزو پلانونو کې حکومتي تاسیسات، سفارتونه او دا ډول نور ځایونه او افراد هم شامل دي او وايي چې د امریکا سفارت دا ګواښونه جدي ګڼي.

XS
SM
MD
LG