د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت طالبانو ته: که ۸۵ سلنه خاوره ستاسو کنترول کې ده، ولې مو مشران د باندې اوسیږي؟


د افغانستان حکومت د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې وايي د افغانستان په ۸۵ سلنې خاورې کنترول لري.
د افغانستان حکومت د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې وايي د افغانستان په ۸۵ سلنې خاورې کنترول لري.

د افغانستان حکومت د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې وايي د افغانستان په ۸۵ سلنې خاورې کنترول لري.

د طالبانو یو استازي د جمعې په ورځ جولاۍ ۹ (چنګاښ۱۸) په مسکو کې په یو خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې د افغانستان د ۳۹۸ ولسوالیو له ډلې یې ۲۵۰ یې د هغو په کنترول کې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دا ادعا په کلکه رد کړه. ښاغلي ارین وویل که د دوی دا ادعا یو فیصد رښتیا هم وي، بیا یې ولې مشران، کورنۍ او اولادونه یې د باندې اوسږي او د باندې ژوند کوي.

د طالبانو استازي شهاب الدین دلاور په مسکو کې وویل که طالبان وغواړي په «دوو اونیو کې ټول افغانستان نیولی»‌ شي.

خو ښاغلي ارین د دغه خبرو په ردولو سربېره وویل چې د طالبانو تلفات ورځ په ورځ زیاتیږي او هغوی «خپل مړي (د پاکستان) په پنجاب او له کرښې اخوا په ډله ییزو قبرونو کې ښخوي.»

د افغانستان حکوت تل وايي چې پاکستان طالبان ساتي، پالي او افغانستان ته یې د جکړې لپاره استوي او همدغه راز د پاکستان په روغتونونو کې د طالب زخمیانو درملنه کیږي. خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین طالبانو ته په خطاب کې وویل چې « د سولې فرصت له لاسه مه ورکوئ او نوکري بس کړئ».

افغان حکومت همدغه راز له ایران سره په سرحد کې د هرات د «اسلام قلعه» او «تور غونډۍ» د بندرونو د سقوط ادعا هم رد کړه او وايي چې دا مهال هلته افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونه مېشت دي.

د روسیې ادعا

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماریا زخرووا نن ویلي چې د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې په دریو دوه برخې د طالبانو په لاس کې دي.

تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د افغانستان په حکومت انتقاد کړی و چې د سولې خبرې یې "اوږدې" کړیدي.

سرګې لاوروف ویلي و، " د افغانستان په حکومت کې حاکمې حلقې د هرې لارې کوښښ کوي چې دا بهیر (د سولې خبرې( تر دې هم اوږدې شي. هغوي باید پوه شي چې دا د هیواد لپاره څه ډول پایلې لري. "

دا څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې د طالبانو یو ۴ کسیز هیت د روسیې په بلنې دې هیواد ته ورغلی .

سره لدې چې د افغانستان حکومت تر اوسه د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې د څرګندونو په هکله څه ندي ویلي، خو حکومت تل ویلي چې په ځینو سیمو کې د طالبانو پرمختګ ډیر اهمیت نلري.

روسیه د ترویکا د هیوادنو یو غړی دی او تل یې ویلي چې د طالبانو د "اسلامي امارت" د بیا راتګ ملاتړ نکوي.

XS
SM
MD
LG