د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د رڼو ، آزادو او عادلانه انتخاباتو کیدل غوښتي دي. دې کمیسیون په یوې اعلامیې کې ویلي چې خلک پداسې حال کې په انتخاباتو کې برخه اخلي چې د امنیت نه شتون او تاوتریخوالي په هکله اندیښنه لري.
دغه کمیسیون ویلي چې د هغوي د معلوماتو له مخې په ځینو ځایونو کې د بایو میټریک او مخابراتو سیسټم کار نکوي.
د رحمت الله نبيل مور له خپل زوى سره يو ځاى د کابل شش درک ستاره لېسه کې راى وکارول