د B-2-1 د رایې ورکونې مرکز کې په لسګونه خلک له سهار راهیسې منتظر دي. دوی وایې تېر ځل یې رایه ورکړې خو داځل یې نومونه نه پیدا کېږي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي د ټولو رای ورکوونکو ځانګړتیاوې او معلومات د بایو مټریک په سیستم کې اچول شوي. او د هغو کسانو چې نومونه یې په لیست کې نشته باید د رایو په مرکزونو کې د انتخاباتو د کمیسیون کار کوونکو نه وغواړي چې د سټیکر شماره یې د بایو مټریک په دستګا کې داخل کړي.
د کمیسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ ته وویل چې پدې هکله ټولو کار کوونکو ته لازمې لار ښوونې شویدي.
د بلخ امنیتي مقامات وایي د رای ورکولو د بهیر په پیل کیدو سره پدې ولایت کې طالبانو د بلخ په ولسوالۍ کې د رای کولو په څو مرکزونو بریدونه کړي. د بلخ د پولیسو ویاند عدلشاه عادل د طالبانو بریدونه تائیدوي، خو وایي چې امنیتي ځواکونو ددغو حملو مخه نیولې ده. د مرگ ژوبلې په اړه رپوټ ندی ورکړ شوی او طالبانو هم پدې هکله څه ندي ویلي.
د خوست اوسېدونکي، ۹۰ کلن زرين خان منګل شکايت لري چې د ټاکنو په لست کې يې نوم نشته.