د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون د خلکو نه غوښتي چې ټګۍ او سرغړاونې دې ثبت کړي. دې کمیسیون د ټولو رای ورکونکو نه غوښتي چې هر ډول سرغړاونې او ټګۍ چې هغوي ولیدې، باید د کمیسیون سره یې ثبت کړي.
د کمیسیون مشرې زهره بیان شینواري تقریباً نیم ساعت وروسته تر دې چې رای ورکول پیل شول، په کابل کې د رای ورکولو په یو مرکز کې خبریالانو ته وویل چې " د رایو په ټولو مرکزونو کې د هغوي استازي شته او خلک کولی شي خپل شکایتونه ثبت کړي. "
جلال اباد ښار د رایې ورکولو مراکزو کې د ښځو ونډه پیکه ده.
د عبد الوکیل لېسه کې په نهه نیمو بجو هم د ښځو رایې ورکولو پروسه نه وه پیل شوې همدا شان د ننګرهار لېسې یو مرکز کې تر نهه نیمو بجو ایله پنځه ښځو رایه کارولې وه.
د کورنیو چارو وزارت د مرمیو ضد ۲ سوه واسکټونه د افغانستان د آزادو مطبوعاتو د ملاتړ دفتر (نی) ته ورکړي چې هغو خبریالانو ته یې ورکړي چې د انتخاباتو په هکله راپورنه برابروي.
نی ویلي چې چې د افغان خبریالانو د ټپي کیدو او وژل کیدو یو دلیل همدا دی چې د مرمیو ضد واسکټونه نه اغوندي.
ګلبدین حکمتیار د حبیبې لیسې د رای ورکولو په مرکز کې رایه ورکړه. وې ویل چې رایه یې پداسې حال کې واچوله چې په تذکیره کې یې سټیکر نه وو.