د لاس رسي وړ اتصالات

څه چې پیښ شول: په ژوندۍ بڼه د جمهوري ریاست د انتخاباتو پوښښ

د افغانستان د ١٣٩٨ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په هکله معلومات دلته لوستلی او کتلی شئ.

د کندهار په ولایت کې د میرمنو د رای ورکولو یو مرکز

د پاکستان حکومت وایي چې د افغانستان د دفاع وزارت په غوښتنې د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر وخت خپلې پولې پرانیزي. دمخه ویل شوي وو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ پولې به د دریو ورځو لپاره تړلې وي. پاکستان وایي د پولو په پرانیستل کیدو به افغانان وگړی وکړای شي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د پاکستان حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د امنیتي مسایلو سره سره به د سپټمبر په ۲۸ مې (تلې ۶) د پاکستان او افغانستان تر منځ د تګ راتګ لویې لارې پرانیستې وي.

د کندهار په ولایت د کې د رایو په یو مرکز کې چاودنه شوې، لږ تر لږه پنځلس کسان پکې ټپي شویدي. د کندهار د ساحوي روغتون رئیس نعمت الله د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ټول ټپي شوي کسان روغتون ته د علاج لپاره وړل شویدي.

د ټاکنو د کمیسیون مرستیال عصمت الله مل وایي، په ۴۹۴۲ مرکزونو کې عملا د رایی ورکولو بهیر روان دی. ده خپله رایه په حبیبه لیسه کې واچوله.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG