د لاس رسي وړ اتصالات

نصیر احمد فایق: افغانستان په ملګرو ملتونو کې د اوکراین په وړاندې د روسیې د تجاوز پر ضد رایه ورکوي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نماینده ګۍ استازی او شارژدفیر د سه شنبې په ورځ مارچ لومړی (کب ۱۰) وویل چې افغانستان به په دې سازمان کې پر اوکراین د روسیې د برید پر ضد رایه ورکړي.

نصیر احمد فایق امریکا غږ ته د یوه ایمیل په کولو وویل چې د افغانستان په استازیتوب او د نړیوالو روابطو د اصولو په مراعت کولو، د اوکراین پر ضد به د روسیې له برید سره مخالفت وکړي.

ښاغلي فایق وویل:"پر اوکراین د روسیې برید په ښکاره د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور نقص دی کوم چې پکې د هیوادونو واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي، د هیوادونو د واکمنۍ او سیاسي خپلواکیو په وړاندې د زور او تهدید څخه د ډډې کولو او د هیوادونو ترمنځ په سوله ایزه توګه د لانجو په هواري ټینګار شوی دی."

ښاغلي فایق زیاته کړه:" افغانستان چې خپله د جګړو او د بهرنیو قدرتونو د تجاوز او تهاجم قرباني دی او خلکو یې تجربه کړې، تل د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته د درناوی او د خبرو له لارې د حل لارې د موندلو ملاتړی دی. دا موقف په حقیقت کې د وړو او لویو هیوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشبړتیا له حق څخه ملاتړ او له نظامي برید سره مخالفت دی."

له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د فبروري په ۲۵ نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اوکراین او روسیه زغم ته رابللي وو خو ټینګار یې کړی وو چې د مسکو او کیف ترمنځ په جګړه کې به بې طرفي غوره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:"د افغانستان اسلامي امارت د بې طرفۍ د بهرني سیاست پر اساس، د جګړې له اړخونو غواړي چې د اوکراین اوسنی کړکیچ د خبرو او سوله ایزې لاري هوار کړي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، دې ډلې په قطر کې د خپل دفتر غړی سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه معرفي کړ خو د طالبانو دا غوښتنه د ملګرو ملتونو له خوا رد شوه او اوسمهال نصیر احمد فایق د افغانستان استازیتوب کوي.

پر اوکراین د روسیې د غندلو دا پریکړه لیک له اوکراین سره په همغږي د اروپايي هیوادونو له خوا رهبري کیږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې پریکړه لیکونه د امنیت شورا له تصویب پرته د اجرا وړ ندي خو په اړه یې قوي ملاتړ، په نړیواله کچه د روسیې منزوي کیدل ښکاره کوي.

په ملګرو ملتونو کې د ۱۹۳ هیوادونو له ډلې څخه ۱۰۰ هیوادونو له دې پریکړه لیک څخه ملاتړ کړی دی، روسیې تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ورته پریکړه لیک ویتو کړ.

مسکو په دې غونډه کې د ونزویلا په ملاتړ اتکا نشي کولی ځکه د جنوبي امریکا ددې هیواد د رایې حق د څو کلونو راهیسې له ملګرو ملتونو څخه د څه باندې ۴۰ میلیونو ډالرو پور له امله ځنډول شوی دی.

دغه پریکړه لیک چې د فرانسې د خبري آژانس له خوا ترلاسه شوی، پکې د اټومي برخې ځواکونو ته د روسیې د چمتوالی پریکړه غندل شوې ده.

پریکړه لیک له اوکراین څخه په عاجله توګه د روسیي پوځيانو د وتلو غوښتنه شوې او د اوکراین په حاکمیت ټینګار شوی دی.

ددغه طرحې د منظورئ لپاره د ملګرو ملتونو له دریو څخه دوه برخې هیوادونه باید ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG