د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرونا د اومیکرون بڼې د 'تشخیص امکانات' نلري


 کروناویروس افغانستان
کروناویروس افغانستان

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روغتیا د نړیوالې ادارې "ډبلیو ایچ او" څخه د پرله پسې غوښتنو سره سره دغه وزارت تراوسه د کرونا ویروس د اومیکرون د بڼې د تشخیص امکانات نه دي ترلاسه کړي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۸ ( کب نهم) امریکا غږ ته وویل کله، چې په دوه ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې د کرونا ویروس د اومیکرون د بڼې مثبتې پیښې ثبت شوې د روغتیا د نړیوالې ادارې څخه یې په رسمي ډول افغانستان ته د اومیکرون د بڼې د ټیست د امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه خو تراوسه لا روغتیا نړیوالې ادارې دا امکانات ورته نه دي برابر کړي.

ښاغلي هژیر وویل "له کله څخه چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د اومیکرون بڼه خپره شوه او بیا کله چې د اومیکرون بڼه د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته ورسیدله او په پاکستان کې د اومیکرون یوه مثبته پیښه او څلور په ایران کې ثبت شوې مونږ د ایمیل له لارې په رسمي ډول د روغتیا د نړیوالې ادارې څخه وغوښتل چې پنځوس زره د تشخیص کیټونه او د تشخیص وسایل راته برابر کړي ".

ډاکټر هژیر وویل "ډبلیو ایچ او" ورسره د تیرې جنورۍ د میلادي میاشتې تر وروستیو پورې د دغو امکاناتو د برابرولو ژمنه کړې وه ،خو تر نن ورځې پورې چې د فبرورۍ وروستۍ ورځ ده دا امکانات افغانستان ته نه دي برابر شوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د ځنډ د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو ډاکټر هژیر وايي، چې دغې ادارې ورته ویلي چې دا امکانات له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته برابروي.

د افغان – جاپان روغتون په کابل کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په برخه کې فعالیت کوي د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر احمد طارق اکبري امریکا غږ ته وویل، چې که څه دا روغتون د کرونا د ویروس د اومیکرون د بڼې د تشخیص لپاره لازم امکانات نلري خو د دوی کلینیکي معاینو پایلې دا ښيي، چې دغه روغتون ته د وروړل شوو ناروغانو ډیر یې د کرونا ویروس د اومیکرون د بڼې په ناروغۍ اخته ناروغان دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د وبا لومړۍ پیښه د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۴ د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه.

د عامې روغتیا وزارت شمیرنې ښيي، چې په تیرو دوو کلنوکې په افغانستان کې د کرونا ویروس نږدې نهه سوه زره مشکوک کسان معاینه شوي چې د ۱۷۴ زرو ۳۹۵ تنو پایلې مثبتې ختلي دي.

د دغه وزارت د شمیرنو له مخې تراوسه افغانستان کې د کرونا ویروس په ناروغۍ اوه زره ۹۹۳ تنه مړه شوي دي. ملګري ملتونه وايي، چې کیدای شي د کرونا پر ناروغۍ د مړو شوو کسانو شمیر به د رسمي شمیر څخه ډیر زیات وي او دا ځکه چې په افغانستان کې ډیر مړي حکومت ته د راپور د ورکولو پرته خاورته سپارل کیږي

XS
SM
MD
LG