د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ولایتي لوبې وځنډول شوې


کرکټ بورډ وايي دا پرېکړه یې د لوبغاړو د مصونیت لپاره کړې
کرکټ بورډ وايي دا پرېکړه یې د لوبغاړو د مصونیت لپاره کړې

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې د ولایتي لوبډلو ترمنځ دګریډ۱ داخلي سیالۍ وځنډولې.

بورډ د شنبې په ورځ (مارچ۱۴) په یوې اعلامیې کې لیکلي: "د افغانستان کرکټ بورډ د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د ولایاتو په کچه لومړۍ درجه (ګریډ ون) سیالۍ چې د مارچ په ۱۵مه پلان شوې وې د مارچ تر ۲۵ وځنډولې. ددې لوبو د بیا پیلېدو او یا هم د لا ځنډېدو په اړه راتلونکې اونۍ یوه ناسته کیږي."

کرکټ بورډ دا پرېکړه له هغې وروسته وکړه چې افغان حکومت ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونه وتړل، د نوروز جنش یې لغوه او ورزشي لوبې یې بندې کړې.

افغان حکومت وايي ښوونځي او پوهنتونونه به د مارچ تر ۲۹ تړلي وي.

د افغانستان کرکټ بورډ په مرکز او ټولو ولایتونو کې د کرکټ اکاډمیو ته سپارښتنه کړې چی د بورد او عامې روغتیا وزارت تر بلې پرېکړې پورې دې خپل فعالیتونه وځنډوي.

تر دې مخکې د هند کرکټ بورډ اعلان کړی و چې د کرکټ د تر ټولو لوی تجارتي لیګ، آی پي ال، سیالۍ تر خپل ټاکلي وخت دوې اونۍ وروسته پیلیږي.

XS
SM
MD
LG