د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افغانستان ټول ښوونځي او پوهنتونونه وتړل


د عامې روغتیا وزارت له ولسمشر غني غوښتي وو چې ښوونځي او پوهنتونونه وتړي
د عامې روغتیا وزارت له ولسمشر غني غوښتي وو چې ښوونځي او پوهنتونونه وتړي

افغان حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول حکومتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونه وتړل.

په ستراتېژیکو چارو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر وايي چې د افغانستان د روغتیا او نورو اړوند وزارتونو دا غوښتنه کړې وه.

ښاغلي عمر په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "د افغانستان د عامي روغتیا، معارف، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګډ وړاندیز په اساس او د ولسمشر غني له منظورۍ وروسته، ټول دولتي او خصوصي تعلیمي موسسات به د وري/حمل تر ۳۱ ( اپریل ۱۹) پورې تړلي وي."

افغان حکومت دا اقدام داسې مهال کوي چې په دغه هېواد کې د کرونا پېښې ۱۱ ته رسېدلي دي. افغان حکومت همدغه راز د نوروز جشن او نورو ورزشي لوبې هم لغوه کړي دي.

د افغانستان په دوو ګاونډیو ایران او پاکستان کې هم ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.

پاکستان له افغانستان سره خپلې دروازې هم تړلي دي.

ایران له چین او ایټالیا وروسته درېیم هېواد دی چې د کرونا له کبله څه باندې ۵۰۰ کسان په کې مړه شوي دي.

د کرونا ویروس لومړی په چین کې خپره شوه او چې تر دې دمه تر ۵۰۰۰ زرو ډېر کسان یې مړه کړي او لسګونه زره نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG