د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان له قریب الوقوع بشري ناورین سره مخ دی


د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټډروس ادهانوم ګیبریسوس وایي افغانستان د مسلکي کسانو د تیښتې او د نړیوالو مرستو د کمیدو له امله له یوه قریب الوقوع انساني ناورین سره مخ دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۲۳ (تلې ۱) افغانستان ته له سفر وروسته خبریالانو ته وکړې.

نوموړي وویل، تیره میاشت په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره له هغه هیواد سره نړیوالې مرستې کمې شوي او مسلکي کسان هڅه کوي ځانونه وباسي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په افغانستان کې د شرې او نسناستي ناروغیو د مواردو د زیاتوالي او د ماشومانو د خوارځواکۍ او د ګزڼ ناروغۍ د پيښو د زیاتیدو خبرداری ورکړ.

ښاغلي ادهانوم څرګنده کړه، په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ماشومانو او میندو د مړینې د کمیدو، د ګزن ناروغۍ د له منځه وړلو په طرف د حرکت او نورو مواردو په برخه کې د پام وړ صحي لاسته راوړنې ترلاسه شوي دي.

خو نوموړي زیاته کړه چې دا لاسته راوړنې اوس له جدی خطر سره مخ دي.

ادهانوم وویل:‌"د هیواد صحي سیستم د له منځته تلو په حال کې دی. د شرې او نسناستي په مواردو کې زیاتوالی راغلی دی. تقریبا ۵۰ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي. د کرونا دوه اعشاریه یو میلیون دوزه واکسین نه کارول شوی پاتې دی. که عاجل اقدام ونشي افغانستان به له قریب الوقوع بشري ناورین سره مخ کیدای شي."

د نړۍ دغه جګپوړي صحي چارواکي وویل، د هغوی ډیر تمرکز اوس د صحتمندي د پروژې پر ساتلو باندې دی کومه چې د افغانستان د صحي سیستم د ملا تیر ګڼل کیږي.

نوموړي وویل دا پروژه د لرو پرتو سیمو په ګډون د افغانستان په ۲۳۰۰ روغتیایي مراکزو کې میلیونونو کسانو ته صحي خدمات وړاندې کوي. خو نوموړي وویل د لویو مرسته کوونکو له خوا د مرستو د بندیدو له امله یوازې ۱۷ سلنه دغه مراکز په بشپړ ډول فعال دي او دوه پر دریمه برخه یې اساسي درمل نلري.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وویل، کله چې یې واوریدل نرسانو د دریو میاشتو لپاره خپله تنخا نده اخیستی خواشینی شو.

هغه وویل که د روغتیا نړیوال سازمان غواړي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي نو دا مهمه ده چې د طالبانو له رهبري سره تعامل وشي.

د افغانستان د صحي مشکلاتو په اړه په اړه په داسې حال کې اندیښنه ښودل کیږي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه خلک په بهرنیو مرستو بسیا دي.

XS
SM
MD
LG