د لاس رسي وړ اتصالات

روژه او کرکټ، افغانستان ولې ویسټ انډیز ته لوبې وبایلې


په ویسټ انډیز کې له افغان لوبغاړو سره یو ځای و، وايي چې تقریبآ ټولو لوبغاړو روژه نیوله
په ویسټ انډیز کې له افغان لوبغاړو سره یو ځای و، وايي چې تقریبآ ټولو لوبغاړو روژه نیوله

افغانستان په تېرې شاوخوا یوې اونۍ کې پر ویسټ انډیز درې پرلپسې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ وبایللې، یو علت یې هم روژه وبلل شوه.

ویسټ انډیز او افغانستان په کرکټ کې ډېر فرق لري، ویسټ انډیز همدا اوس د ۲۰ اورونو نړیوال اتل دی او افغانستان په لسم مقام کې دی.

که له دې توپیره او د لوبې پر مهال د افغان لوبډلې له ځینو تخنیکي ستونزو تېرو شو، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر خلکو د افغانستان د ماتې یو علت دا باله چې افغان لوبغاړو د ورځې روژه نیوله چې د شپې به یې لوبو ته پوره انرژي نه لرله.

د امریکا غږ خبریال هاشم حبیبزاده چې په ویسټ انډیز کې له افغان لوبغاړو سره یو ځای و، وايي چې تقریبآ ټولو لوبغاړو روژه نیوله.

ایا په داسې حالت کې روژه فرض ده؟

په شرعي او طبي لحاظ په مسافرت او مرضتیا کې مسلمان ته د روژې خوړلو حکم شوی دی، خو بیا به یې وروسته نیسي، او دا یوه فقهې مسئله هم ده. افغانستان کې ډېر خلک د ابو حنیفه د مذهب پیروان دي. دیني عالم جمال کاکړ وايي د ابوحنیفه مذهب په اساس"که څوک د دریو او ۱۵ ورځو ترمنځ مسافر وي، بیا دې روژه وخوري، خو د نورو مذاهبو مشران بیا مطلقآ په دې باور دي چې مسافر باندې روژه فرض نه ده".

ښاغلي کاکړ امریکا غږ اشنا ته وویل " اسلام افغان لوبغاړو ته د روژې خوړلو مطلق اجازه ورکړې، باید هغوی دا حکم پر ځای کړي. په تېره بیا داسې یو حال کې چې هم مسافر دي او هم د خپل هېواد د نوم او بیرغ د لوړولو لپاره هلې ځلې کوي".

په همدې حال کې یو شمېر ډاکټران وايي سره له دې چې روژه پر مسلمانانو فرض ده، خو په طبي لحاظ د انسان وجود هم کمزوری کوي.

له ویسټ انډیز لوبو کې به افغان لوبغاړو د ورځې روژه نیوله او د شپې لوبې کولې
له ویسټ انډیز لوبو کې به افغان لوبغاړو د ورځې روژه نیوله او د شپې لوبې کولې

ډاکټر شیر عالم شینواري امریکا غږ اشنا ته وویل "د انسان وجود له یو لړ حجراتو جوړ دی او د حجراتو د ژوندي پاتې کېدو لپاره باید انسان خوراک او څښاک وکړي. که انسان روژه نیسي خو لوبه او یا کوم بل سخت فزیکي کار کوي دا یې پر فکر، دماغ، سترګو او پر هر بل غړي بد تاثیر کوي او وجود کمزوری کیږي."

ښاغلي شینواري له ویسټ انډیز سره د افغان لوبډلې د ماتې یو علت هم د وجود کمزورتیا وبلله. د افغانستان د ملي لوبډلې غړی کریم صادق هم په همدې نظر دی.

کریم صادق وايي "که لوبې د ورځې وي، باید لوبغاړي روژه ونه نیسي، موږ هم له عالمانو څخه پوښتنه کړې ده، موږ ته اجازه شته چې روژه وخورو، ځکه چې هم مسافر یو او هم د وطن لپاره لوبې کوو. موږ مخکې هم په روژې کې لوبې کړي روژې مو خوړلې دي خو بیا مو نیولې دي".

ښاغلي صادق امریکا غږ اشنا ته دا خبره هم وکړه " دا ډېره سخته ده چې هم لوبه کوي او هم روژه ونیسي. که فکر دې روژې ته شي، بیا لوبه خرابیږي".

په ویسټ انډیز کې د افغانستان درې واړه شل اوریزې لوبې د شپې وې او لوبغاړو به د ورځې روژه نیوله او په هوټل کې به یې ارام کاوه. خو دا هم سخته بلل کیږي چې له روژه ماتې ورسته دې بیا کوم لوبغاړی عادي لوبه وکړی شي.

له دغې ستونزې سره یوازې افغان لوبغاړي نه دي مخامخ، همدا اوس په انګلنډ کې د چمپین ټرافي په نامه د نړۍ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ سیالي روانه ده.

د پاکستان، بنګلدېش، هند، افریقا او انګلېنډ په لوبډلو کې مسلمانان شته چې یو شمېر یې د لوبې پر مهال روژه هم نیسي.

څو ورځې مخکې پاکستان له هند سره لوبه لرله او د کرکټ مبصر رمیز راجا وویل چې د پاکستان څلور لوبغاړو روژه نیولې ده. پاکستان دا لوبه وبایلله او په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستانۍ لوبډلې ځینو مینوالو لوبغاړي تورن کړل، چې روژه يې نیولې وه، انرژي يې کمه وه او لوبې یې وبایللې.

د یادولو ده چې له ویسټ انډیز سره د افغانستان درې نورې یوې ورځنۍ سیالۍ د ورځې وي او شاید افغان لوبغاړي روژه ونه نیسي چې ښه لوبه وکړی شي.

دا لوبې د ویسټ انډیز په وخت د جمعې په ورځ په شاوخوا ۲:۰۰ پیلیږي چې په کابل کې شاید نیمه شپه وي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG