د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل برید د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبې لغوه کړې


افغانستان او پاکستان د شنبې په ورځ د کرکټ د دوو دوستان لوبو او په ځینو نورو مواردو کې تړونونه وکړل
افغانستان او پاکستان د شنبې په ورځ د کرکټ د دوو دوستان لوبو او په ځینو نورو مواردو کې تړونونه وکړل

د افغانستان کرکټ بورډ د کابل د چهارشنبې له برید وروسته له پاکستان سره د کرکټ دوستانه سیالۍ او دوه اړخیز تړونونه لغوه کړل.

کرکټ بورډ په خپلې اعلامیې کې ویلي" د نننۍ پیښې په اړه د امنیتي ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان کرکټ بورډ سره د هر ډول سیالیو او دوجانبه اړیکو هوکړه لغوه کوي".

کرکټ بورډ همدغه راز پاکستان په ترور پالنې هم تورن کړی دي او یلي دي "له داسې هیواد سره، چیرته چې ترور پالنه کیږي او د تروریستانو ځالې په کې فعالیت لري د هیڅ ډول دوستانه سیالیو او دوه جانبه همکاریو هوکړه د تطبیق او تداوم وړ نه ده".

د کابل په ننۍ برید کې شاوخوا ۹۰ تنه ووژل شول او تر ۴۰۰ زیات ژوبل شول. د افغانستان ملي امنیت وايي برید د حقانې ډلې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی په مرستې کړی دی.

تراوسه پاکستاني چارواکو د افغان حکومت د دغې تور په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان او پاکستان د شنبې په ورځ د کرکټ د دوو دوستان لوبو او په ځینو نورو مواردو کې تړونونه وکړل. د کرکټ بورډ پر دغه کار په ټولنیزو رسنیو کې په پراخ ډول نیوکې او انتقادونه وشول او ډېرو خلکو د دغو لوبو د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

خو د کرکټ بورډ مشر ټينګار کاوه چې باید کرکټ او سیاست دې سره جلا وي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG