د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ نړیوال جام تمریني لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه


په دې لوبه کې ګلبدین نایب د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې ۶۹ منډې وکړې. 
په دې لوبه کې ګلبدین نایب د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې ۶۹ منډې وکړې. 

د افغانستان ملي کرکټ ټیم د جمعې په ورځ می ۳۱ (غبرګولي ۱۱) د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام په یوه تمریني لوبه کې سکاټلنډ ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په ویسټ انډیز کې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې مقابل لوري ته د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

د سکاټلنډ ټیم په ځواب کې، په شلو ټاکل شویو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۲۳ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

په دې لوبه کې ګلبدین نایب د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې ۶۹ منډې او عظمت الله عمرزي ۴۸ منډې وکړې.

د افغانستان د توپ اچونې په برخه کې مجیب الرحمن ځدراڼ او کریم جنت د سکاټلنډ دوه - دوه لوبغاړي وسوځول. نوین الحق، راشد خان، ننګیالي خروټي، عظمت الله عمرزي او ګلبدین نایب یوه یوه ویکټه واخیسته.

په نړیوال جام کې د افغانستان لومړنۍ رسمي لوبه دوشنبه (جون ۳) د یوګانډا سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG