د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ځاځي په ۵۹ منډو او غوره توپ اچونې بنګله دیش ته ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په بنګله دیش کې کوربه لوبډلې ته د شلو شلو اورونو په دویمې او وروستۍ نړیوالې لوبې کې ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ د دواړو لوبډلو تر منځ مساوي شوه.

د بنګله دیش لوبډلې تر پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ وهنې پریکړه وکړه خو د افغانستان د غوره توپ اچوونې او په ځانګړې توګه د فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي د غوره توپ اچوونې له کبله یې ونشو کړی چې افغانستان ته د منډو ستر هدف وټاکي او په پوره ۲۰ اورونو کې پداسې حال کې ۹ لوبغاړي یې سوځیدلي و ، یوازې د ۱۱۵ منډو هدف یې ورکړ.

په ځواب کې افغانستان دا هدف پداسې حال کې د لوبې په ۱۸م اور کې پوره کړ چې یوازې ۲ لوبغاړي سوځیدلي و.

حضرت الله ځاځي ۵۹ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. عثمان غني بیا ۴۷ ، رحمان الله ګربز ۳ او درویش رسولي ۹ منډې وکړلې.

د افغانستان لپاره د توپ اچوونې په برخې کې فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي د سیالې لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول. عمرزی د دې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی او فاروقي بیا د ټولې لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

محمد نبي او راشد خان هم یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله بنګله دیش ته تیره میاشت د دریو یو ورځنیو نړیوالو او دوو د شلو شلو اورنو د لوبو لپاره تللې وه. د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لړۍ کې افغانستان یوزاې یوه لوبه وګټله او لړۍ د بنګله دیش په نامه شوه خو د شلو شلو اورونو لړۍ بیا د دواړو لوبډلو تر منځ برابره شوه.

د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې افغانستان د شلو شلو اورونو په لوبو کې ۸م او بنګله دیش په ۹ مقام کې دی.

افغانستان وار د مخه د ۲۰۲۲ کال د شلو شلو اورونو نړیوال جام ته چې ټاکل شوې په اسټرالیا کې وشي، لار موندلي او د نیوزلینډ، انګلنډ، اسټرالیا او ۲ نورو لوبډلو سره چې د غوراوي پړاو څخه باید تیرې شي، په الف ګروپ کې دی.


XS
SM
MD
LG