د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار د امریکايي پوځیانو لپاره تر ټولو خونړی ولایت


تېرکال په افغانستان کې ۲۱ امریکايي سرتېري او وړم کال ۱۶ امریکايي سرتېري وژل دي دي
تېرکال په افغانستان کې ۲۱ امریکايي سرتېري او وړم کال ۱۶ امریکايي سرتېري وژل دي دي

په افغانستان کې په ۲۰۱۷ کال کې له داعش او نورو وسله والو ډلو سره په جنګ جګړو کې۲۱ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.

تېرکال افغانستان د امریکايي ځواکونو لپاره ټولو خونړی هېواد و، خو ننګرهار بیا په افغانستان کې د دغو ځواکونو تر ټولو خونړی ولایت بلل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي په ۲۰۱۷ کال کې په ټول افغانستان کې ۲۱ امریکایي ځواکونه وژل شوي چې اته تنه یې په ننګرهار کې وو. دغه شمیرې د (iCasualities) په نامه ویپاڼې هم خپاره کړي چې په عراق او افغانستان کې د امریکايي وژل شویو او ژوبل شویو سرتېرو شمېرې ټولوي او خپروي.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۸ کال لومړنۍ قرباني بیا هم په ننګرهار کې ورکړه. څلور دېرش کلن امریکايي سرتیری میهان ګولن د روان کال په لومړۍ ورځ د اچین په ولسوالۍ کې د ځمکنۍ ګزمې پر مهال ووژل شو.

په ننګرهار کې وژل شوي امریکایان له اورپکو سره په جګړې، د سړک غاړې ماین په چاودنې، د افغان ځواکونو په داخلي بریدونو او په عملیاتو کې د تېروتنې له کبله وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي تېرکال ډېر نور امریکایي پوځیان بیا په هلمند، کندهار او لوګر ولایتونو کې ووژل شول. د افغانستان دغه جنوبي ولایتونه د وسله والو طالبانو ځواکمن مرکز بلل کیږي او له ۲۰۰۱ کال را وروسته دغلته په جګړو کې ۱۵۰۰ بهرني سرتېري وژل شوي.

په افغانستان کې په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې لږ تر لږه ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

ننګرهار

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې دی چې د ډیورېنډ کرښې په اوږدو کې یې د داعش، وسله والو طالبانو او نورو اورپکو ډلو ټپلو جګړه ماران فعاله دي. جګړه ماران په اسانۍ سره پاکستان او افغانستان ته اوړېدلی را اوړېدلی شي.

امریکايي ځواکونه هم په همدغه ولایت کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د اورپکو په ضد دوامداره عملیات کوي. امریکايي ځواکونو په همدغه ولایت کې د داعش جګړه مارانو پر مورچلونو خپل تر ټولو ستر غیر اټمي بم هم وکاروه.

تېرکال د ناټو قومندان جنرال نیکلسن وویل چې په ننګرهار کې یې په داعش جګړه مارانو یې ۱۴۰۰ بریدونه کړي دي او د هغوې فعالیتونه یې له شپږو ولسوالیو څخه دریو ولسوالیو ته محدود کړي دي.

ولسمشر ټرمپ تېرکال امریکايي ځواکونو ته په نظامي عملیاتو کې ډېر واک ورکړ او ناټو وايي چې پر طالبانو او نورو اورپکو یې هوايي بریدونه درې برابره زیات کړي دي. په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو د مشرانو په نښه کول هم شامل دي.

دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتېري دیره دي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغان ځواکونه تجهیز او وروزوي.

XS
SM
MD
LG