د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې هوايي بریدونه او ملکي تلفات زیات شوي


پر طالبانو او داعش جګړه مارانو بمبارۍ څو برابره زیاتې شوې، خو په دغو بمباریو کې ملکي خلکو ته هم زیانونه اوړي.

یوناما وايي د دوې معلومات ښيي چې د ۲۰۱۷ کال په تېرو نهو میاشتو کې ۲۰۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۶۱ نور ژوبل شوي دي. که دا د ۲۰۱۶ کال د همدغې مودې له ولسي تلفاتو سره پرتله شي، "۵۲ فیصده" زیات شوي دي.

سره له دې چې افغان او بهرني ځواکونه د طالبانو، اسلامي دولت او په نورو مشکوکو اورپکو باندې هوايي بریدونه کوي، خو په دغې مودې کې ډېر تلفات د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې اوښتي دي.

ملګري ملتونه وايي د ۲۰۱۷ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۵۴ ملکي خلک د بهرنیو او ۲۰ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وايي چې په دغې مودې کې د ۱۲ نورو ملکي خلکو د وژل کیدو مسولیت یو اړخ هم نه دی اخیستی.

اخوا د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ"سي اې پي جي" د یکشنبې په ورځ وویل چې په تېره میاشت کې د افغاستان په ۱۷ ولایتونو کې ۱۰۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان شوي دي، خو وايي چې د اکتوبر په میاشت کې بیا ۲۰۰ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

همدا څو ورځې مخکې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن په کندز کې په یو هوايي برید د لسو ولسي خلکو د وژل کېدو او ۱۶ نورو د ژوبل کېدو له کبله بخښنه وغوښته.

بمبارۍ ډیرې پر چا کیږي؟

په افغانستان کې نړیوال ځواکونه وايي یوازې د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کې یې پر وسله والو طالبانو، داعش جګړه مارانو او نورو اورپکو ۷۵۱ هوايي بمونه غورځولي چې په تېرو اوو کلونو کې بېساري وو.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي د دغو بمونو ۸۵ فیصده پر وسله والو طالبانو او ۱۵ فیصده یې د داعش پر جګړه مارانو غورځول شوي دي.

د امریکا د هوايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ وایي چې دغه بمبارۍ د ولسمشر دونالد ټرمپ د نوې تګلارې په اساس کیږي. ښاغلي ټرمپ د افغانستان په جګړې کې محدودیتونه لیرې کړي او امریکايي ځواکونو ته یې واک ورکړی چې د "دښمن" د ماتولو لپاره اړین اقدامات وکړي. افغان او نړیوال ځواکونه وايي دغو بمباریو ښه نتیجه ورکړې ده.

یوناما وايي د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د سپتمبر تر وروستۍ نیټې پورې ۲۶۴۰ ولسي افغانان وژل شوي او ۵۳۷۹ نور زخمیان شوي دي چې په دوې کې ۲۰ فیصده تلفات افغان ځواکونو او ۶۴ یې د افغان حکومت مخالفانو اړولي دي.

خو د یوناما د راپور له مخې په ۲۰۱۶ کال کې ۳۴۹۸ ملکي افغانان په چاودنو، هوايي بریدونو او وسله ‌والو نښتو کې وژل شوي او ۷۹۲۰ ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG