د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، کاناډا او بریتانیې کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریونونه کيږي


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

د امریکا، بریتانیې او کاناډا په څو ښارونو کې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په هدف نن یکشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ ۶) لاریونونه ترسره کیږي.

د افغان مېرمنو په ملاتړ د بیلابیلو بنسټونو له لوري په لندن کې لاریون د خپل ډول لومړی هغه دی. لاریونوالو کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري حکومت پارلماني استازې، سیاستوالې، او د بشري حقونو فعالانې لیدل کیږي.

له لاریونه د نوبل د جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم ملاتړ کړی او د کورنۍ د غړو په ګډون ورته راغلې.

دغه لاریونونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، پر افغان میرمنو او نجونو ګڼ شمیر محدودیتونه وضع شوي دي.

د لاریونوالو مهمې غوښتنې له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار راوړل دي چې د ښځو د کار، زده کړو او فردي ازادیو لاره کې لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي.

په لندن ښار کې د لاریون ګډونوالو د بریتانیې د حکومت څخه وغوښتل څو هغو افغان میرمنو او نجونو ته چې د خطر سره مخ دي، په خوندي توګه په دغه هېواد کې د پناه اخیستو لار برابره کړي.

د بریتانیا په پارلمان کې د لیبرال دموکرات ګوند غړې وینډي شامبرلین ویلي چې د افغانانو د بیا میشت کیدو او همکارۍ پالیسۍ نتیجه نده ورکړې او په ځانګړې توګه د میرمنو او نجونو لپاره ځانګړې خوندي لار نشته.

ددغو لاریونونو عمده هدف د‌ طالبانو له واکمنیدو وروسته پر افغان میرمنو د لګیدلو فشارونو سره د مخالفت ښکاره کول دي.

د لاریونونو تنظیمونکي وایي‌ چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، میرمنې په سیستماتیک ډول له بیلابیلو کاري او تحصیلي برخو څخه ګوښه کړل شوي دي.

دغه مظاهرې په داسې حال کې کیږي چې ملګرو ملتونو د نومبر ۲۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي دوه اونیز کمپاین پیل کړی چې موخه یې نړۍ کې د قرباني مېرمنو ملاتړ دی.

بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په لوګر ولایت کې د طالبانو حکومت لخوا د درې ښځو په ګډون د ۱۴ کسانو په درو وهلو ته غبرګون کې ویلي چې د طالبانو دغه پرېکړې حیران کړی او وېرولی دی.

ښاغلي نیکلاسن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبانو د تیر کال د اګست میاشتې راهیسي په افغانستان کې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې کړي دي. هغه زیاته کړې: "د قانون حاکمیت ته احترام ډير مهم دی.اروپايي ټولنې په پرله پسې ډول له طالبانو څخه غوښتي چې اساسي قانون او حقوقي چوکاټ چې پلي کیږي روښانه کړي، او د نړیوالو تعهداتو په په برخه کې خپل مناسب بهیر تضمین کړي."

د طالبانو يو چارواکي د تیرې چهارشنبې په ورځ وويل چې په لوګر ولایت کې د محکمې د شرعي حکم په اساس درې ښځې او ١١ نارينه د "غلاو او اخلاقي جرمونو" په تور په درو ووهل شول٠

طالبان چې څه باندې یو کال کیږي په افغانستان کې واک ته رسیدلي، لا یې هم حکومت هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG