د لاس رسي وړ اتصالات

افغانه میرمن: د کوریشیا پولیسو لوڅه کړم او ویې زورولم


یوې افغانې میرمنې تور لګولی دی چې د کوریشیا یو سرحدي پولیس د بوسنیا په پوله د یوې ډلې مهاجرو د تلاشۍ پر وخت هغه د چاقو په زور لوڅه کړې او جنسي یې زورولې ده.

د ګاردین ورځپاڼې د رپوټ له مخې اروپایي کمیسیون دغه قضیه یو "جدي شکمن جنایت" ګڼلی او د کوریشیا له مقاماتو یې غوښتي چې دغه تورونه په کلي توګه وڅیړي.

د یوې دوسیې له مخې چې د ډنمارک د مهاجرت شورا برابره کړې دغه پیښه د فبرورۍ په ۱۵د کورشیا په خاوره کې د بوسنیا د ویلیکا ښار په څو کیلو مترۍ کې پیښه شوې ده.

پدې رپوټ کې د یوې افغانې ښځې له قوله ویل شوي چې د تالاشۍ پر وخت، "ما ترینه وغوښتل چې ما لمس نه کړي. هغه وپوښتل چې ولې. ما وویل چې زه یوه ښځه یم او مسلمانه یم او دا کار حرام دی. پولیس زه په څپیړه ووهلم او وېې ویل چې مسلمانه یې ولې کوریشیا ته راغلې یې او ولې په بوسنیا کې د نورو مسلمانانو سره پاتې نه شوې؟"

دغې ښځې ویلي دي چې وروسته له هغې پولیس د تالاشۍ پر وخت د هغې بدن لمس کړ او هغې په داسې حال کې چې ژړل یې پولیسو ته ۵۰ یورو وړاندیز کړې چې هغه نوره لمس نه کړي.

دغې افغانې ویلي دي چې پولیس ورته خبرداری ورکړ چې ونه ژاړي او که نه نو زندۍ به یې کړي.

د ډنمارک د مهاجرت د شورا د دوسیې له مخې پولیسو دغه ډله مهاجر په یو موټر کې سپاره کړل او د ۲۰دقیقو په واټن کې یې یو بل ځای ته یې ولیږدول او بیا یې ټول له موټر ښکته کړل اویو بل منصبدار له دې ښځې وغوښتل چې کالي وباسي.

په رپوټ کې ددې ښځې له خولې ویل شوي چې پولیسو هغه یو ځل بیا ووهله او وروسته له هغې چې په بشپړه توګه یې لوڅه کړه یو پولیس ترې وغوښتل چې ورسره ځنګل ته لاړه شي، خو دغې ښځې داسې وښودل چې د پولیسو په هدف نه ده پوه شوې.

وروسته بیا د پولیسو یو منسوب د هغې پر اورمیږ چاقو کښیښود او ورته یې خبرداری ورکړ چې که پدې هکله چاته ووایي او یا بیا کوریشیا ته راشي هغه به ووژني.

بیا دغو پولیسو د مهاجرو دغه ډله ووهل او بیرته یې بوسنیا ته واستول.

د ډنمارک د مهاجرت د شورا عمومي منشي ددې ښځې شهادت "ټکان ورکوونکی" ګڼلی دی.

اروپایي کمیسیون ویلي دي چې کوریشیایي مقاماتو ژمنه کړې چې پدې اړه پلټنې وکړي، او د پلټنو د پرمختګ په هکله دې کمیسیون ته رپوټ ورکړي.

د ډنمارک د مهاجرت د شورا د معلوماتو په اساس د ۲۰۱۹کال د می د میاشتې راهیسې ۲۴زره مهاجر په غیر قانوني بڼه بیرته بوسنیا ته استول شوي دي.

په سلګونو مهاجر هره ورځ د بالکان د واورینو لارو څخه غواړي ځانونه مرکزي اروپا ته ورسوي. اکثر دغه مهاجر د کوریشیا د پولیسو له خوا درول کیږي او تالاشي کیږي، ځنې وختونه د هغوی پیسې او وسایل غارت کیږي او په خشونت سره بیرته بوسنیا ته استول کیږي.

د سرحدي تاوتریخوالي د څارنې شبکه وایي په لسکونو نجونو او ښځو د کوریشیا د نارینه سرحدي منسوبینو له خوا د تالاشۍ پر وخت د هغوی د بدن د لمس کیدو په هکله رپوټونه ورکړي دي.

د کوریشیا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پولیسو دغه تورونه پلټلي خو ابتدایي معلومات ښیي چې د پناه غوښتونکو ښځو په وړاندې هیڅ پیښه نده شوې.

XS
SM
MD
LG