د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا کې د افغانستان، سوریې او وینزویلا پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی


د اروپایي ټولنې د مهاجرت اداره وایي د هغو کسانو شمیر چې د اروپایي ټولنې په ٣٠ هیوادونو کې د پناه اخیستنې لټه کوي تر جولاۍ میاشتې ٢٦ فیصده لوړ شوی دی.

د اروپا د مهاجرت ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په جولاۍ میاشت کې ٦٢٩٠٠ تنو د پناه اخیستلو درخواستونه ورکړي چې پدې توگه یې په روان کال کې د پناه غوښتونکو شمیر شاوخوا ۴٠٠٥٠٠ تنو ته لوړ کړی دی.

ددغې ادارې په وینا د جولای میاشتې د پناه غوښتنې د درخواستونو څلورمه برخه د سوریې، افغانستان او وینزویلا د اوسیدونکو وو او پاتې برخه یې د عراق، پاکستان، ترکیې، کلمبیا، ایران، نایجریا او البانیا څخه راغلي.

دغه شمیره د تیر کال د همدې مودې په پرتله لوړه ده، خو بیا هم د ٢٠١٥-٢٠١٦ کلونو د کچې نه ډیره ټیټه ده کله چې یو میلیون مهاجر اروپا ته ننوتل.

هغه وخت د مهاجرو اکثریت چې اروپا ته یې مخه کړې وه د افغانستان، سوریې او عراق د هیوادونو اوسیدونکي وو چې په خپلو هیوادونو کې د جگړو او ناامنیو له وجې تښتیدلي وو.

په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کې د مهاجرو دغه سیلاب ددې سبب شو چې اروپا د مهاجرت د کړکیچ سره مخامخ شي او د اروپایي ټولنې هیوادونو د خپلو هیوادونو د گټو په بنسټ د مهاجرو د نه منلو پریکړې وکړي، حتی ځینې اروپایي هیوادونو لکه اتریش او هنگري خپل د مهاجرت قوانین بدل کړل.

XS
SM
MD
LG