د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې یو ځوان ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې


خوست کې په شخصي لګښت جوړ شوی ښوونځی
خوست کې په شخصي لګښت جوړ شوی ښوونځی

د افغانستان په خوست ولایت کې یو ځوان په خپل شخصي لګښت لسګونو له ښوونځي محرومو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

عبدالمالک جوهر چې د همدې سیمې اوسېدونکی دی، دا ټولګی په خپل کور کې پرانیستی دی. د ټولګي نیمايي زده کوونکي نجونې دي.

د زړه کړو دا ټولګی د خوست په مرکز کې د فرار په نوم هغه کلی جوړ شوی چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۴۰۰ داخلي بې ځایه شوې کورنۍ پکې میشتې دي.

د ټولګي چلوونکي عبدالمالک جوهر امریکا غږ ته وویل: "دلته د بېلابیلو ولایتونو خلک مېشت دي او زیاتره ماشومان له زده کړو محروم دي، زموږ سره دلته تر ۵۰ زیات ماشومان په زده کړو بوخت دي چې نژدې شل تنې یې نجونې دي."

ښاغلی جوهر وايي چې اوسمهال دا ټولګي په خپل شخصي لګښت او ځینو ملګرو په مرسته پر مخ بیايي. هغه وايي چې تر اوسه هیڅ موسسې او د ښوونې او روزنې اړوندو ادارو ددې ټولګي مالي ملاتړ ندی کړی.

عبدالمالک جوهر زیاته کړه: "دا ټولګي موږ په شخصي لګښت چلو او زموږ ملګري چنده ورته ورکوي، حتی دلته داسې ماشومان له موږ سره شته چې د ویښتانو د اصلاح توان هم نلري او هغه هم موږ کوو. تر اوسه نه وزارت او نه کومې موسسې له موږ سره مرسته کړې ده."

عبدالمالک جوهر په خپل شخصي لګښت او د ځینو ملګرو په مرسته د کلي لسګونو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده.
عبدالمالک جوهر په خپل شخصي لګښت او د ځینو ملګرو په مرسته د کلي لسګونو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

ددې ټولګي زده کوونکي او د ماشومانو د کورنۍ مشران له ولایتي چارواکو غواړي چې له زده کړو محرومو ماشومانو ته نور ښوونځي هم جوړ کړي.

ورته مهال که څه هم د همدې ټولګي زده کوونکي خوښ دي، خو د همدې سیمې اوسیدونکي بیا وايي د ځینو ستونزو له امله دلته ډیری ماشومان ښوونځیو ته نشي تلای او همدا ټولګی ددې سبب شوی چې په سیمه کې شته ماشومانو ته د لومړنیو زده کړو زمینه برابره کړي.

ددې ټولګي یو زده کوونکي محمد وویل: "زه غواړم خپل علم تر لاسه کړم او له جوهر صاحب څخه مننه کوم چې موږ ته درس وايي او ډېر خوشحاله یوو."

د خوست اوسېدونکي محمد شریف وویل: "دلته د سیمي نجونو او هلکانو ته باید حکومت او موسسې ښوونځي جوړ کړي، یو خو زدکړه د یو ملک رڼايي ده او بل که دا ماشومان تعلیم یافته شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې د نجونو پر مخ د شپږ ټولګي پورته د ښوونځو دروازې تړل شوي او نجونې پوهنتون ته له تللو منع شوي دي.

خو د خوست پوهني ریاست چارواکي وايي، دوئ هڅه کوي تر څو د یوې ځانګړې سروې له لارې په نښه شویو محرومو سیمو ته د زده کړو بېلابېلې لړۍ وغځوي.

د خوست پوهني ریاست ویاند قاسم جان قاسمي وویل: "موږ د خوست په ټولو ساحو کې محرومې سیمې په نښه کړیدي او امید لرم چې ټولو محرومو سیمو ته به د زده کړو لازمې اسانتیاوي را منځته کړو."

که څه هم ددې ماشومانو کورنۍ تر ډېره بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو ځپلي دي، خو بیا هم د شته ستونزو سربیره له اړوند ادارو او نړیوالو موسساتو څخه غوښتنه کوي چې د زده کړو په برخه کې یې لاسنیوی وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG