د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالۍ کړاو او په وطن کې د مرګ ګواښ؛ د یو افغان نرښځي د ژوند کیسه


علینا چې اصلي نوم یې علي محمد دی، وايي د ننګرهار په خېوې کې لویه شوې.
علینا چې اصلي نوم یې علي محمد دی، وايي د ننګرهار په خېوې کې لویه شوې.

د علینا په نوم افغانه نرښځۍ په پېښور کې د امنیتي، اقتصادي او جنسي تبعیض له ستونزو څخه شکایت لري او وايي که افغانستان ته ولاړه شي د طالبانو له لوري د وژل کېدو له ګواښ سره مخ ده.

علینا چې اصلي نوم یې علي محمد دی، وايي د ننګرهار په خېوې کې لویه شوې او په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته پاکستان ته کډه شوې ده.

علینا امریکا غږ ته وویل: "افغانستان کې په خېوه کې وړه راغټه شوې يمه زما یو تره و، ښوونکی و هغه به زه چیرته نه پرېښودم، چې کله د طالبانو حکومت راغی زه راوتښتېدم د کویټې په لاره دلته راغلمه."

علینا په پېښور کې د خپل ژوند د کړاوونو کیسه کوي او وايي: "په پیل کې محفلونو ته تلمه ځانته مې ١٠، ٢٠ روپۍ پیدا کولې بیا بدماشانو راته ستونزې جوړي کړې، راوچته يې کړمه ظلم يې راسره وکړو زما بربنډې ويډيوګانې يې جوړې کړلې."

دا نرښځۍ وايي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د مرګ له ګواښ سره مخ ده.

هغه وايي: "د افغانستان طالبان ډېر سخت خلک دي زما دې مخ ته وګورئ، زما لاسونه او وضعیت ته وګورئ، که داسې لاړه شم نو طالبان به مې حلاله کړي، ټوټه ټوټه به مې کړي او وبه مې سوځي."

علینا اوس په پېښور کې د یو پاکستاني نرښځي په کور کې ژوند کوي او وايي تراوسه یې څو ځله د اوسېدو ځای بدل کړی دی.

دا وايي: "چې چا کره پاتې کیږم بدماشانو د هغه په کور ډزې وکړې. په دې دوه کلونو کې مې ٢٠ کورونه بدل کړه کله د یو ګرو کور ته ځم کله بل کره نو ګروګان وايي چې ته خو د افغانستان یې ته به لاړه شې موږ باندې ځای مه ورانوه."

علینا وايي دوه وروڼه او مور یې په افغانستان کې اوسیږي، د مور صحت یې ښه ندی او د هغې د ژوند او نفقې فکر ورسره وي.

دا وویل: "په محفلونو کې خلک ما ډېر خوښوي چې ماسره مينه وکړه نو په زوره خو مينه نه کیږي. زه خو ١٠ یا ٢٠ روپو ته راوتلې یم چې ويې ګټم. مور مې ناجوړه ده هغې ته پیسې لیږم."

علینا وايي له ویرې اوس محفلونو ته هم نه ځي او کرۍ ورځ پر کور ناسته وي. هغه زیاتوي: "دلته راسره ظلم شوی خو موږ پولیسو ته هم نشو ويلی، زموږ کیسونه پولیس نه اخلي چې ته مهاجره یې."

علینا د خوندیتوب لپاره بهرنیو هیوادونو ته د تللو پلان لري خو د خپل برخلیک هیڅ معلومات نلري.

دا وايي: "بهر ملک ته مې دوه کاله کیږي کیس اچولی دی چې په دې کې راسره ملګري مرسته کړې. که زما دا کار نکیږي نو کور کې مې وروڼه نه پرېږدي دلته خلک. نو له دې نه ښه ده چې زه ځان ووژنم."

د طالبانو په درې کلنې واکمنۍ کې لسګونه افغان نرښځيان پاکستان ته کډه شوي خو د دوی په وینا دلته هم امنیتي ستونزې لري او جنسي تبعیض ورسره کیږي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG