د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې په یوې ترافیکي پېښې کې شپږ افغان کډوال مړه شوي 


ایراني چارواکو د مړو شویو هویت ښودلی نه دی
ایراني چارواکو د مړو شویو هویت ښودلی نه دی

په ایران کې نن سه شنبه ډسمبر ۱۴ (لېندۍ۲۳) چارواکو وویل چې د یوې لارۍ او یو مسافر وړونکي موټر د ټکر له کبله شپږ افغانان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

دا پېښه تېره ورځ ناوخته د «یزد» مرکزي ښار ته نژدې په لویې لارې کې شوې ده.

د یزد ولایت ویاند احمد دهقان د ایران «مهر نیوز» ته ویلي دي چې په مړو کې یوه ښځه هم شامله ده.

اسوشیتډپرس راپور ورکړی دی چې د ټپیانو حالت ښه نه دی او په لارۍ کې څوک مړه شوي او ژوبل شوي نه دي.

په ایران کې تر دې مخکې هم په دا ډول ترافیکي پېښو کې یو شمېر افغان کډوال مړه شوي‌ او ژوبل شوي دي.

یو شمېر افغان کډوال چې د ایران د سیستان-بلوچستان له ایالت څخه تېر شي، بیا په ناسمو لارو سفر کوي‌ او موټر تېز چلوي چې د ایران امنیتي ځواکونه یې ونه ویني.

ایران هغه هېواد دی چې ډېر افغان کډوال په کې مېشت دي.

ملګري‌ ملتونه وايي په ۲۰۲۰کې په دغه هېواد کې ۳.۴میلیون افغانانو ژوند کاوه چې ډیری یې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

د اګست په میاشت کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته ډېر شمیر افغانان هڅه کوي‌ د ایران له لارې له افغانستان څخه ووځي.

تېره ورځ د کډوالو نړیوال سازمان وویل چې د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله څه باندي یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بیرته افغانستان ته تللي او یا هم ایستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG