ایران ته د طالبانو د یو "پلاوي" سفر پر تهران د کابل نیوکې پارولي دي.
افغان حکومت د ایراني چارواکو له لوري د "طالبانو کوربتوب" د نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د ګاونډیتوب اصول او حقوق دا ایجابوي چې ګاونډیان دې د افغانستان د دولت د مشروعو هڅو ملا وتړي.
د ایران د تسنیم خبرياژانس خبر ورکړی چې د طالبانو یو "څلورکسیز پلاوی د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره ایران" ته تللی او له چارواکو سره غږېدلي.
ښاغلي صدیقي لیکلي دي: " له ګاونډیو هېوادونو څخه مو دا تمه نه کیږي چې د داسې یوې ترهګرې ډلې کوربتوب دې وکړي چې لا یې هم لاسونه د بې ګناه افغانانو په وینو سره دي او د افغانستان د ویرانولو فکر لري. "
ښاغلي صدیقي همدغه راز لیکلي دي: "مونږ په دې باور یو چې د داسې ډلو کوربتوب د ټولو هېوادونو د اصولو او اړیکو خلاف دی. "
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین هم په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د "دوې پلاوي" د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د سولې په خبرو کې د پرمختګونو او په افغانستان کې "د ایران د اقتصادي پروژو" په اړه غږېدلي دي.
نور وضاحت یې نه دی ورکړی چې هدف یې "د ایران د اقتصادي پروژو" څخه څه دی. ایران دا مهال د افغان حکومت سره سیاسي او اقتصادي اړيکي پالي.
طالبان همدغه راز وايي "د دوې یو پلاوی" مسکو ته هم تللی او له روسي چارواکو سره غږېدلي دي. د طالبانو پلاوي داسې مهال ایران او مسکو ته سفرونه کوي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل. تهران له واشنګټن سره ښې اړیکې نلري او مسکو هم له واشنګټن سره کله ښې او کله خرابې اړیکې پالي.
په افغانستان کې د افغان او نړیوالو ځواکونو یو شمېر مشران ایران او مسکو د طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو هغوی دا تورونه نه مني.
د امریکايي استازو له طالبانو سره شاوخوا نهه میاشتې خبرې وکړې او هیله دا وه چې یوې موافقې ته ورسیږي، خو په کابل کې د طالبانو په یو برید کې د یو امریکايي له وژل کېدو ورسته ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل.