د لاس رسي وړ اتصالات

بشیر ستانکزی د جرمني کرکټ بورډ د پرمختایي چارو د مدیر په توګه وټاکل شو


بشیر ستانکزی
بشیر ستانکزی

د جرمني کرکټ بورډ په یو بیان کې ویلي دي چې بشیر ستانکزی یې د خپل نوی عملیاتي/ پراختیایي مدیر په توګه ګمارلی دی.

په بیان کې ویل شوي دي، چې ښاغلی ستانکزی د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې "زموږ د ټیم برخه دی" او هغه د "کرکټ او سپورت د مدیریت" په برخه کې د پام وړ تجربه لري.

د جرمني د کرکټ بورډ په وینا، بشیر ستانکزي په کرکټ کې اوږده او کامیابه سابقه لري. نوموړي له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۹ پورې ۱۶کاله د افغانستان د کرکټ بورډ په بېلابېلو مهمو پوستونو کې دنده ترسره کړې چې یوه مهمه دنده یې د افغانستان د ملي لوبډلې مدیریت و. هغه په افغانستان کې د کرکټ په وده کې د پام وړ مرسته کړې او په نړیواله سطحه یې د ټیم په په بریالیتوب کې مرسته کړې ده.

د ښاغلي ستانکزي د پام وړ لاسته راوړنو څخه یوه هم دا وه چې د کرکټ په نړیواله اتحادیه کې د افغانستان د ټیم فرعي غړیتوب په بشپړ اصلي غړیتوب بدل کړ.

بشیر ستانکزی د کرکټ ټیمونو د اړتیاوو او د هغوی د پرمختیایي پروسو په اړه ژور پوهاوی لري. د هغه کار د دې لامل شو چې افغانستان د نړیوال کرکټ په ډګر کې راڅرګند شي.

د جرمني کرکټ بورډ لیکلي چې: "بشیر ستانکزی زموږ د ټیم یوه شتمني ده او موږ په راتلونکي کې ګډ کار ته سترګې په لار یو." د جرمني کرکټ بورډ زیاته کړې ده چې: "موږ باوري یو چې بشیر ستانکزی به په جرمني کې د کرکټ د پرمختګ په لاره کې د خپل تخصص او لیوالتیا له مخې مرسته وکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG