د لاس رسي وړ اتصالات

مزارشریف: معلولینې د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو غوښتنه کوي.


د بلخ د خلم ولسوالۍ اوسیدونکې لطیفه تالاش په دوه کلنۍ کې په جګړه کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ټپي شوې وه او پښه یې قطع شوې ده.

لطیفه چې پر مخ یې هم د ټپونو نښې ښکارې ویل یې چې د کورنۍ غړو به یې پرې ټوکې کولې، خو هغې ویل چې د کورنۍ په اقتصاد کې له خپلو مشرانو سره هم په معلول ځان مرسته کړې، قالین یې اوبدلي او خیاطي یې کړې او تر څنګ یې په لسم ټولګي کې زده کوونکې هم ده.

هغه وايي چې دوي نور نه غواړي چې د وطن نور ځوانان یې د دې په څیر په ماشومتوب کې معیوب شي: (( هغه په دوه کلنۍ کې معلول شوې ده، پر کور یې بم غورځیدلی و، چې په نتیجه کې یې یوه پښه قطعه شوې ده، اوس چې لویه شوې یم، د دې ارمان کوم چې کاش پښه یې نه وای قطع شوي او د نورو سالمو انسانانو غوندې یې ژوند کړی وای.

په بلخ کې د معلولینو د اتحاديې مشر عبدالرحیم صفا وايي چې اکثر هغه کسان چې په جګړو کې معلول شوي د سولې تر ټولو زیات غوښتونکي دي: (( په افغانستان کې د تلپاتي سولې غوښتونکي یو، داسې سوله نه چې تر یو وخته پورې وي، ځکه چې هره ورځ د جګړو په نتیجه کې یو شمیر ځوانان مري او یو شمیر معلولیږي.

هغه وايي چې راتلونکی حکومت باید د سولې کارونو ته لومړیتوب ورکړي: (( نوی حکومت چې جوړیږي غوښتنه مو ترې داده چې سولې ته لومړیتوب ورکړي، په هر قیمت چې کیږي باید د افغانانو د وژنو او معلولو کیدو مخه ونیسي، نور باید وانه ورو چې ځوانان په چاودنو اوجګړو کې وژل شوي دي، دغه یې لوی ارمان دی.

زهرا محمدي د معلولینو د ټولنې منشي ده هغه وايي چې هر کال د معلولینو شمیر د جګړو له امله زیاتیږي، هغه زیاتوي چې د ټولنې معلول کسان د سالمو خلکو تر تهدید لاندې هم وي رواني ستونزې پیدا کوي او دغه تاثیرات د دوي پر اولادونو پریوځي چې ټولنه له اصلي محور نه اړوي: (( کله چې امنیت نه وي او سوله نه وي د معلولینو شمیر به زیاتیږي، معلولین ځکه د سولې غوښتونکي دي چې د نورو انسانانو په پرتله د جګړې زیات او مستقیم قرباني شوي دي.

په مزارشریف کې هغو معلولینو د سولې اړوند غونډه کړې وه چې په جګړو کې یې د بدن د غړو قرباني ورکړې ده، دوي ویل چې نور نه غواړي د دوي په څیر د ټولنې ځوان قشر د جګړو قرباني شي ووژل شي او معلول شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG