د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: سبا قطر کې د سولې په اړه جدي بحثونه پیلیږي


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، سبا دوحه کې د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې اړوند جدي بحثونه پيلیږي.

عبدالله عبدالله نن سې شنبه ډسمبر اتمه (لېندۍ ۱۸) په کابل کې د «سولې ملي کنفرانس» ته وینا کې وویل چې تېره ورځ هم د مذاکراتي ټېمونو ګډې کمېټې د اجنډا په اړه بحثونه کړي دي.

هغه زیاته کړه: "د لومړي ځل لپاره چې د طرزالعمل په اړه بحثونه وو هغه تیر شول، تیره ورځ دواړو لورو مذاکرات لرل، د اجنډا په اړه یې د یو او بل نظرونه واورېدل، نن ورځ زموږ پلاوي پخپلو کې، د ټېمونو له غړو سره مشورې لري، سر له سبا ډېر جدي بحثونه پیلیږي."

نوموړي تمه وښودله چې سبا پیلېدونکي بحثونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو په اړه چې د خلکو غوښتنه ده مثبته نتیجه ورکړي.

هغه یو ځل بیا ټينګار وکړ چې د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه د مذاکراتو په جریان کې د طالبانو لخوا د اوربند ټینګېدو منل دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د «سولې ملي کنفرانس» ته وینا کې له طالبانو څخه وغوښتل چې د مذاکراتو په جریان کې د اوربند ټينګېدو په اړه یو «لوی ګام» واخلي.

نوموړي زیاته کړه ډاډه دی چې طالبان به د (اوربند ټینګېدو) په اړه پښېمانه نشي. چې په وینا یې د اوربند ټینګېدل یوازې سیاسي مسئله نه بلکې یو مسؤلیت هم دی.

عبدالله عبدالله وویل چې د سولې په اړه د لومړي ځل لپاره یو واقعي فرصت رامنځته شوی چې په وینایې باید دواړه لوري له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.

سبا پر داسې مهال د سولې اړوند جدي خبرې پيليږي چې دا مهاله د چارواکو په وینا د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ډلو د تیري چهارشنبې په ورځ د بین الافغاني مذاکراتو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل د نهايي کېدو خبر ورکړ.

د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شول، خو پر کاري طرزالعمل او ځینو نورو مسائلو هوکړې ته د نه رسېدو له امله مخامخ غونډې نوې تر سره شوي.

XS
SM
MD
LG