د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان به په لوی اختر کې هم اوربند وکړي؟


دوه میاشتې مخکې د کوچني اختر اوربند
دوه میاشتې مخکې د کوچني اختر اوربند

د طالبانو یو شمیر مشرانو رسنیو ته ویلي دي چې دوی د لوی اختر په ورځو کې په موقت اوربند باندې غور کوي.

د رویترز اژانس د دوو طالب مشرانو له خولې رپوټ ورکړی چې دغه ډله د لوی اختر په ورځو کې د اوربند په هکله بحث کوي.

په کوچني اختر کې د افغانستان د حکومت د یو اړخیز اوربند له اعلان وروسته طالبانو هم د دریو ورځو لپاره اروبند اعلان کړی و.

خوپه شاوخوا دوو تیرو میاشتو کې طالبانو بیرته جنگ ته مخه کړه او پدې څو وروستیو ورځو کې جگړې ته زور ورکړی دی.

پر غزني ښار باندې د طالبانو په برید کې په تیرو پنځه ورځو کې په لسگونو پوځیان او ملکي وگړي وژل شوي دي.

ددغو دوو طالب مشرانو څخه یو یې د رویترز اژانس ته ویلي دي چې "دوستان مو مشوره راکوي چې د اختر په ورځو کې څلور ورځنی اوربند اعلان کړو چې د افغانستان خلک د تیر اختر په څیر سوله ییز اختر ولري."

رویترز همداشان د یو بل طالب مشر په قول رپوټ ورکړی چې د تیر اختر په څیر به ددې ډلې مشران د اوربند په اړه ډول ډول نظریات ولري، "خو زمونږ مشر شیخ اخندزاده {هیبت الله اخندزاده} به خپل رول ولوبوي او تصمیم به ونیسي چې اوربند اعلان شي او یا زمونږ جنگیالي جگړې ته دوام ورکړي".

د طالبانو دغه مشر ویلي دي چې د یوې اونۍ اوربند غوښتنه شوی ده، خو ددې ډلې مشرتابه ښایي څلور ورځنی اوربند اعلان کړي چې خلک وکړای شي د اختر په ورځو کې خپلې قربانۍ وکړي.

XS
SM
MD
LG