د لاس رسي وړ اتصالات

خالد: یوې اونۍ کې به د طالبانو او افغان دولت مخامخ خبرې پیل شي


د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي چې ډېر ژر به له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو مخامخ خبرې پیل شي.

ښاغلي خالد د ازادۍ راډیو ته وویل چې په افغان حکومت په دې اړه "محتاطانه" مخکې ځي او اوسنیو شرایطو ته په کتو به پرېکړه کوي.

هغه وویل که له طالبانو سره د سولې تړون د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې زیانمنوي، دا تړون حکومت ته د منلو نه دی.

اسدالله خالد همدغه راز وویل چې د تېرکال په پرتله د طالبانو دریځ هم ډېر بدل شوی او اوس طالبان د نظام د بدلولو او پوځ د ړنګولو خبرې نکوي.

هغه وویل: "خبرې د سولې پر لوري درومي... اوس بیخي یوه بله فضا ده... تر کومه چې زه پوهیږم ښايي په یوې اونۍ کې د هغوی [طالبانو] خبرې مستقیمآ د افغانستان له دولت سره پیل شي."

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکو ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون نهايي کیږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لار پرانیزي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر په بروګسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې له طالبانو سره د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمولو مسئله تر بحث لاندې ده او امریکا په دې اړه له خپلو متحدینو سره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د تاوتریخوالي په کمولو باندې ټېنګار کړی دی او ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ هم له طالبانو سره د خبرو د ددوام اجازه ورکړې.

امریکايي رسنۍ وایي شاید په یوې اونۍ کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شي او له دې وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل کیږي.

XS
SM
MD
LG