د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا مسکو کې د افغانستان د سولې په غونډه کې ګډون نکوي


کابل څو وارې د سولې د نړیوالو کنفرانسونو کوربه و او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې په خبرو ټېنګار کړی
کابل څو وارې د سولې د نړیوالو کنفرانسونو کوربه و او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې په خبرو ټېنګار کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په مسکو کې "د افغانستان د سولې په اړه نړیوالو مذاکراتو " کې یې د ګډون بلنه رد کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي دي چې د سولې بهیر باید د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ وي چې روان جنګ ختم شي.

اسوشیتډپرس ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ویاند، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي دي چې د مسکو غونډه په افغانستان کې د سولې راوستلو په برخه کې کومه مرسته نشي کولی.

واشنګټن داسې مهال د مسکو په غونډه کې د نه کډون خبره کوي چې د چهارشنبې په ورځ (اګست۲۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت د مسکو د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.

ښاغلي احمدي ټېنګار وکړ چې باید د سولې هره خبره د افغانانو په مشرۍ وشي او که داسې ونشي، د هغه په خبره کومه نتیجه نه ورکوي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر الګساندر مانتیسکي څخه وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي چې افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سولې په هکله دغه غونډه کې یې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده. ښاغلي لاوروف دا خبره هم کړې ده چې دا غونډه به ګټوره وي.

طالبانو ویلي دي چې په دغو خبرو به د هغوی د قطر د سیاسي دفتر پلاوی برخه اخلي. دا په داسې حال کې ده چې کابل او واشنګټن په افغانستان کې د سولې راوستلو او طالبانو سره د خبرو لپاره تر بل هر وخت اوس ډېر لیوال دي.

ځینو افغان او امریکايي چارواکو په وار وار روسیه تورنه کړې ده چې له افغان طالبانو سره مرستې کوي چې په افغانستان کې جنګ روان وساتل شي، خو روسیه دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG