د لاس رسي وړ اتصالات

غني د عالمانو فتوا وستایله، طالبانو رد کړه


ولسمشر غني د عالمانو فتوا وستایله
ولسمشر غني د عالمانو فتوا وستایله

ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د افغان دیني عالمانو هغه فتوا ستایلې چې په افغانستان کې یې روان جنګ ناروا او ځانمرګي بریدونه یې حرام بللي.

ولسمشر غني په کابل کې د علماو پر غونډې ځانمرګی برید "د پیغمبرانو پر وارثانو، دین مبلغانو او اسلامي ارزښتونو " برید وباله.

شاوخوا ۲۵۰۰ دیني عالمانو په کابل کې د دوشنبې په ورځ (جون۴) فتوا ورکړه چې په افغانستان کې روان جنګ او د طالبانو ځانمرګي بریدونه ناروا " له اسلام سره په ټکر" دي.

خو طالبانو په یوې اعلامیې کې دا فتوا غندلې او ویلي دي چې دا ډول غونډې په اندونیزیا کې هم وشوې چې د هغوی په ادعا د امریکا په فرمایش ترسره کیږي.

طالبانو وايي د کابل غونډې ته "عادي" خلک بلل شوي وو.

XS
SM
MD
LG