د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان هوایي ځواک په روزنیز بهیر د پنتاگون د مفتش انتقاد


د افغان هوایي ځواک د الوتکو او هیلیکوپترو یوه څنډه
د افغان هوایي ځواک د الوتکو او هیلیکوپترو یوه څنډه

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د پلټنو ادارې پر امریکایي سلاکارانو غږ کړی چې د افغانستان هوایي پوځ وړتیاوې په ښه توگه وارزوي.

د پنټاګون مفتش وايي امریکایي پوځیانو د افغان هوایي ځواک د روزنې په برخه کې ښه لاسته راوړنې درلودلې دي، خو د امریکا د پوځ روزنیز ماموریت د خپل ماموریت د دوام لپاره مشخصه طرحه نلري.

د امریکا د دفاع وزارت سرمفتیش د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي دي د امریکایي سلاکارانو د ٢٠١٦ د اکتوبر نه د ٢٠١٧ کال تر اپریل پورې د افغان هوایي ځواکونو روزنیز ماموریت په څو برخو کې - د A-29 سوپر تکانو الوتکو په برابرولو، د شپې له خوا د عملیاتو د قابلیتونو په لوړولو او د هوایي او ځمکني پوځ ترمنځ په هم آهنگۍ کې ښه لاسته راوړنې لري.

د افغان پوځ د Mi-17 روسي هیلیکوپترو سر بیره امریکایي پوځیانو افغان هوایي ځواک ته بلک هاک او MD-530 هلیکوپترې، سوپرتکانو A-29، جنگي الوتکې، C-130 او C-208 ترانسپورتي الوتکې ورکړې دي.

خورپوټ وايي امریکایي پوځي سلاکاران د افغانستان د هوایي ځواک پرمختیا د ارزولو دقیقې شمیرې او همداشان د "یو مسلکي، غښتلي او ثابت" افغان هوایي ځواک د ایجادولو لپاره مشخصه طرحه نلري.

له بلې خوا ټاکل شوې چې د افغانستان د هوایي ځواک تشکیل او وړتیا تر راتلونکو پنځو کلونو پورې درې چنده شي. خو رپوټ ویلي دي چې د یو متمرکز انکشاف پرته کیدای شي افغان هوایي ځواک په مستقله توگه د هوایي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د لازمو وړتیاو او قابلیتونو نه محروم شي.

د افغان هوایي پوځ د روزنې لپاره د ناټو د غوڅ ماموریت د روزنیز پروگرام عمده برخه اوس په دې خاطر دننه په افغانستان کې پرمخ بیول کیږي چې له یوې خوا په امریکا او بهرنیو هیوادونو کې د افغان پیلوټانو او هوایي منسوبینو روزل ډیره پانگه غواړي او له بلې خوا یو شمیر افغان پوځیان بیرته هیواد ته د تللو نه ډډه کوي.

له بلې خوا په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت د شمیرو پر بنسټ افغان هوایي ځواکونو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هوایي بریدونه او ٢٣٠٦٠ هوایي ماموریتونه او همداشان ۴۸۶۰ انتقالاتي پروازونه کړي دي.

د افغانستان د هوایي پوځ د وړتیا د لوړېدو په اړه دواړو د افغان ملي پوځ مشرانو او امریکایي سلاکارانو ډاډ څرگند کړی دی او ویل شوي چې "د افغانستان د هوایي ځواک قابلیت او د افغانستان د پوځ د قل اردوگانو نه د افغان هوایي ځواک د ملاتړ ماموریتونه په پراخیدو دي".

XS
SM
MD
LG