د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مکینزي: هوایي بریدونه د جګړې په ډګر کې د حالاتو په خاطر زیات شوي


جنرال مکینزي د دفاع وزارت کې خبریالانو سره خبرې کولې.
جنرال مکینزي د دفاع وزارت کې خبریالانو سره خبرې کولې.

د امریکا د لوی درستیزانو د عمومي کمیټې مرستیال ډګر جنرال کینیت فرانک مکینزي وایي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه د جګړې په ډګر کې د حالاتو په خاطر زیات شویدي.

جنرال مکینزي امریکا غږ سره په خبرو کې دا هم وویل چې ټول هوایي بریدونه د وسله والې جګړې د قوانینو په چوکاټ کې کیږي او د ماشومانو، میرمنو او بې ګناه ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره په خورا دقت تر سره کیږي.

جنرال مکینزي چې د دفاع په وزارت کې یې د خبریالانو سره خبرې کولې، دا یې هم وویل چې د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې په تطبیق کیدو او په افغانستان کې د سلاکارانو او روزونکو د شمیر په زیاتیدو سره به د افغانستان هوایي ځواک نور هم غښتلی شي.

دغه امریکایي جنرال زیاته کړه چې د افغانستان هوایي ځواک د زیات وخت لپاره په کافي اندازه تجهیزات نه درلودل او په بیړه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره دغه ستونزه لا پسې زیاته شوه خو جنرال مکینزي وړاندې وویل چې "مونږ اوس د افغانستان هوایي ځواک د سره رغوو."

ډګر جنرال کینیت فرانک مکینزي ومنله چې د افغانستان عراضي ته په کتو د هوایي ځواک د روزنې ماموریت به آسانه نه وي خو ز یاته یې کړه چې امریکايي روزونکي به د افغانستان د هوایي ځواک سره د ډلګیو په کچه کار کوي.

د امریکا د هوايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چېدغه بمبارۍ د جهور رئیس ډونالډ ټرمپ د نوې تګلارې په اساس شوي. ښاغلي ټرمپ د افغانستان په جګړې کې محدودیتونه لیرې کړي او امریکايي ځواکونو ته یې واک ورکړی چې د "دښمن" د ماتولو لپاره اړین اقدامات وکړي.

افغان چارواکو هم منلې چې هوایي بریدونه د طالبانو او داعش په خلاف جګړې کې ښه نتیجه ورکړې.

XS
SM
MD
LG