د لاس رسي وړ اتصالات

ایا د افغان سیاستوالو لیدنې کتنې ددې هیواد د انتخاباتو سره اړیکه لري؟


هغه بدلونونه چې پدې وروستیو مییاشتو کې په افغانستان کې شوي د یو شمیر څیړونکو په اند د افغانستان د روان کال پارلماني او د راتلونکي کال جمهوري ریاست انتخاباتي مبارزو ته د افغان سیاستوالو "مخکې له وخته" تیاري نښې دي.

هغه بدلونونه چې پدې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې شوي د ولسي جرگې د غړو ترمنځ د کړکیچ، د یو شمیر وزیرانو د استعفی او گوښه کیدو او د اوربند نه په استفادې د افغانستان مختلفو ښارونو ته د وسله والو طالبانو راتگ په کې شامل دی.

د افغانستان دولسي جرگې غړی عبدالقیوم سجادي د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د کابینې د غړو استعفی او گوښه کیدل ښایي د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د مخالفتونو یوه برخه وي، خو پدې ټینگار کوي چې دغه بدلولونه "د جمهوري ریاست د انتخاباتو سره بې ربطه ندي".

د مالیې او ښار جوړولو وزیرانو استعفی وکړه او د اوبو او بریښنا وزیر د جمهور رئیس له خوا گوښه کړای شو ، خو اجرائیه رئیس بیرته وټاکه
د مالیې او ښار جوړولو وزیرانو استعفی وکړه او د اوبو او بریښنا وزیر د جمهور رئیس له خوا گوښه کړای شو ، خو اجرائیه رئیس بیرته وټاکه

د افغانستان دننه او بهر د سیاسي مشرانو ترمنځ لیدنې کتنې هغه نور اقدامات دي چې د یو شمیر کارپوهانو په اند د پارلماني او جمهوري ریاست انتخاباتو ته د ایتلافونو د رامنځ ته کیدو لپاره یوه هڅه ده.

د لندن د کویین په پوهنتون کې د کړکیچ د بدلون او ټولنیز عدالت د مطالعاتو د انستیتوت استاد مایکل سمپل، چې ٢٥ کاله یې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کړی د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل دا چې په افغانستان کې د وزیرانو د استعفی، گوښه کیدو او د سیاسي مشرانو د لیدنو کتنو په گډون بدلونونه

یو معمول بهیر دی او که نه، خو د هغه هیواد خلک دغه ډول بدلونونه ددې هیواد راتلونکو انتخاباتو ته د سیاسي مشرانو د تیارۍ په توگه گڼي.

ښاغلي سمپل وویل: "څه کم یو کال د افغانستان انتخاباتو ته پاته دی او د افغانستان سیاستوال په سیاست بوخت دي. هغه بدلونونه چې جمهور رئیس او اجرائیه رئیس یې په کابینه کې راوړي ښایي اداري مسایل وي".

خو دغه څیړونکی پدې ټینگار کوي چې خلک د خپلو سیاسي مشرانو کړنو ته "حتماً د انتخاباتو له نظره" گوري.

زلمي خلیلزاد په کابل کې د گلبدین حکمتیار سره وکتل
زلمي خلیلزاد په کابل کې د گلبدین حکمتیار سره وکتل

ددې څیړونکي په اند د افغانستان د اسلامي حزب د مشر گلبدین حکمتار سره د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني سفیز زلمي خلیلزاد، لیدنه، ترکیې ته د جمعیت اسلامي او حزب وحدت د مشرانو سفر او د جمهور رئیس د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، سره د هغوی لیدنه کتنه د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو ته د ایتلافونو د جوړولو لپاره د افغانستان د سیاستوالو د هڅو له جملې نه گڼل کیږي.

ښاغلي سمپل زیاته کړه چې "د ښاغلي خلیلزاد او ښاغلي حکمتیار لیدنه کتنه ښایي د سولې په بهیر باندې متمرکزه وي "خو افغانان او څیړونکي دا ډول لیدنې کتنې ددې هیواد د جمهوري ریاست د انتخاباتي فعالیتونو پیل گڼي.

ښاغلی سجادي هم پدې باور دی چې د مخکښو سیاستوالو لیدنه کتنه د راتلونکو انتخاباتو لپاره یوه هڅه ده، خو د احتمالي ایتلافونو ثبات او دوام ته د شک په سترگه گوري.

ښاغلي سجادي زیاته کړه "دا ټولې هغه هڅې دي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مدیریت په خاطر د جبهو جوړولو لپاره ترسره کیږي. خو هغه ایتلافونه چې رامنځ ته کیږي متاسفانه د افکارو او گډو اوږدمهاله هدفونو د نشتوالي په خاطر ماتیدونکي او بې ثباته دي."

د جمهور رئیس لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د حزب وحدت مشر محمد محقق، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور بیا په ترکیه کې سره ولیدل
د جمهور رئیس لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د حزب وحدت مشر محمد محقق، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور بیا په ترکیه کې سره ولیدل

پدې وروستیو کې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور، او د حزب وحدت مشر محمد محقق، ترکیې ته سفر وکړ او د جمهور رئیس غني د لومړي مرستیال بدالرشید دوستم، سره چې ظاهراً په خپله خوښه په تبعید کې ژوند کوي ولیدل. په څرگنده توگه د افغانستان ددغو دوو پیژندل شویو سیاسي څیرو د سفر هدف هیواد ته د ښاغلي دوستم د بیرته راتگ لپاره د شرایطو برابرول گڼل شوي.

د ایتلافونو محوري شخص

د افغانستان د پارلمان غړی ښاغلی سجادي همداشان پدې ټینگار کوي چې د افغانستان د سیاسي مشرانو په کړنو کې کوم نوی بدلون ندی راغلی او د پخوا په څیر "افغان سیاستوال له بل هر څه څخه د محوري شخص په چلند متمرکز دي، ایتلافونه جوړیږي، همسویه کسان رامنځ ته کیږي، خو هغه څوک چې په افغانستان کې سیاسي قدرت ولري او اشخاصو او افرادو ته امتیاز ورکړي، دغه ایتلافونه په اسانه ماتوي او اشخاص هڅه کوي چې شخصي او یا د ځانگړې کړۍ گټو ته ترجیع ورکړي."

مایکل سمپل هم پدې اړه ورته نظر لري او وایي چې "تر اوسه نده معلومه شوې چې تاریخ نه تکراریږي."

په څرگنده ددغه غربي څیړونکي اشاره هغو اتیلافونو ته ده چې د افغانستان په دریو تیرو انتخاباتو کې رامنځ ته شول، خو په اکثرو مواردو کې مات شول.

د ٢٠١۴ کال د انتخاباتو دمخه د حزب وحدت مشر محمد محقق، د جنبش ملي مشر عبدالرشید دوستم، د ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال احمد ضیا مسعود، یو ایتلاف جوړ کړ چې د ٢٠١۴ کال په انتخاباتو کې یو واحد نوماند معرفي کړي.

خو په پای کې دغه دری واړه سیاسي څیرې سره جدا شوې — ښاغلی دوستم د محمد اشرف غني سره یوځای شو؛ ښاغلی محقق د عبدالله عبدالله سره او ښاغلی مسعود د زلمي رسول سره اړخ ونیو. په پای کې ټولو دغو سیاسي څیرو په مستقیمه او یا غیر مستقیمه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي وحدت په حکومت کې برخه واخیستله.

د افغانستان په انتخاباتو کې د حامد کرزي رول

د سجادي په څیر د سیاسي څیړونکو په اند د نورو سیاسي مشرانو تر څنگ د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی، یوه هغه څیره ده چې کولای شي د افغانستان د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو کې مهم رول ولوبوي.

خو ښاغلی سجادي زیاتوي چې که ښاغلی کرزی هغه څه چې لټه یې کوي او فکر وکړي چې ورته به لاس رسی پیدا نکړي. ښایي انتخاباتو ته به "خاصه لیوالتیا" ونه لري.

XS
SM
MD
LG