هغه بدلونونه چې پدې وروستیو مییاشتو کې په افغانستان کې شوي د یو شمیر څیړونکو په اند د افغانستان د روان کال پارلماني او د راتلونکي کال جمهوري ریاست انتخاباتي مبارزو ته د افغان سیاستوالو "مخکې له وخته" تیاري نښې دي.
د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکیچ له ډیریدو وروسته اوس په پاکستان کې د سخت دریځو پر مرچلو د امریکا د هوایي ځواکونو د بریدونو احتمال زیات شوی دی.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش وایي د افغانستان حکومت د ترهگرو او سخت دریځو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې د پام وړ رول درلودلی دی، خو ټینگار یې وکړ چې ددې ډلو پر وړاندې مبارزه یواځې د افغان حکومت مسؤلیت نه دی.
د افغانستان د قضایي او عدلي مرکز د اداري فساد د لویو جرمونو د استناف د محکمې رئیس وایي چې ددې محکمې د قاضیانو او اداري کارکوونکو ژوند له خطر سره مخامخ دی.
د ایران د پارلمان رئیس وایي افغانستان کولای شي له بهرنیانو پرته د ترهگرو ډلو پر وړاندې وجنگیږي.
زلمی خلیلزاد وایي اوس یې وخت رارسیدلی دی چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا د پاکستان په وړاندې خپل دریځ بدل کړي.
د امریکا د لمړنیو استخباراتي معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت په شاهین ٢٠٩ قول اردو باندې په برید کې د حقاني ډلې لاس و.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې میشت د ناټو او امریکایي قواو قوماندان دې هیواد ته د زیاتو سرتیرو د استولو غوښتنه کړې، کابل زیات تجهیزات غوښتي. ټرمپ به کومه غوښتنه ومني.
د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت وایي هغه افغان پناه غوښتونکي چې د اروپایي هیوادونو نه ایستل کیږي، تر شپږو زرو یورو پورې ترلاسه کوي.