د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ درییم مهم ایالت، پنسلوانیا کې هم د انتخاباتو ګټونکی شو او د انتخاباتي رایو شمیر یې ۲۶۷ شو. هغه یوازې درې نورې رایې باید وګټي چې د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي.
ډونالډ ټرمپ تر شمالي کاریلونا وروسته په بل مهم ایالت، جورجیا کې هم انتخابات وګتل او تر دې دمه یې د انتخاباتي رایو شمیر ۲۴۶ شو. هغه یوازې ۲۴ نورو رایو ته اړتیا لري چې د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي.
کاملا هریس د هاوایي په ایالت کې ټاکنې وګټلې چې څلور انتخاباتي رایې لري. د هریس ټولې انتخاباتې رایې تر دې دمه ۲۱۰ دي.
کاملا هریس د ورجینیا او نیومکسیکو په ایالتونو کې ګټونکې شوه. د هغې ټولې انتخاباتې رایې ۲۰۵ او ډونالډ ټرمپ بیا ۲۳۰ رایې لري.