ډونالډ ترمپ د شمالي کاریلونا مهم ایالت کې ګټونکی شو. دا د هغو اوو مهمو ایالتونو څخه دی چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو برخلیک ټاکونکی نقش لري. د ترمپ د انتخاباتي رایو شمیر ۱۳۰ شو.
کاملا هریس بیا د امریکا په لویدیځ ساحل کې د اوریګن ایالت وګاټه او انتخاباتې رایې یې ۱۸۷ شوې.
د امریکا غږ همکار احمد شکیب دوست د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجو تازه حال درکوي.
ډونالډ ترمپ د آیوا، آیډاهو او کنساس په ایالتونو کې انتخابات وګټل او د انتخاباتي رایو شمیر یې ۲۱۴ شو. کاملا هریس بیا د مېن، کالیفورنیا او واشنګټن سټیت په ایالتونو کې ګټونکې شوه او د انتخاباتي رایو شمیر یې ۱۷۹ دی.
کاملا هریس د کولوراډو په ایالات او واشنګټن ډي سي کې د انتخاباتو ګټونکې شوه او پدې سره یې تر دې دمه دانتخاباتو رایو شمیر ۱۱۲ شو.