۱۹:۳۶
۱۵.۸.۱۴۰۳
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د هر ایالت د پایلو نقشه
په دې نقشې کې د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو د هر ایالت پایلې شېبه په شېبه لیدلای شي. نتایج د ورځې په پای کې معلومېږي، د نقشې لینک یې دا دی:
۱۹:۰۰
۱۵.۸.۱۴۰۳
هغه ایالتونه چې د امریکا د انتخاباتو برخلیک ټاکي
په متحدو ایالتونو کې نن میلیونونه خلک رایه ورکوي چې پرېکړه وکړي کاملا هریس یې د هېواد ولسمشره شي که ډونالډ ټرمپ ولسمشر شي. ټاکنې په اوو ایالتونو کې مهمې بلل کېږي. په دغه راپور کې یې ولولئ:
۱۷:۵۹
۱۵.۸.۱۴۰۳
د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین د امریکا د ټاکنو په اړه معلومات ورکوي.
۱۷:۵۵
۱۵.۸.۱۴۰۳
د امریکا ټاکنې ولې د سه شنبې په ورځ کېږي؟
ایا تاسو کله هم فکر کړی چې ولې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې تل د سه شنبې په ورځ کیږي؟ دا دود د شاوخوا ۲۰۰ کالو راهیسې روان دی کله چې متحده ایالتونه د اوسنۍ زمانې په پرتله خورا بل ډول برېښېدل.