نوموړی زیاتوي: "رومیان، کچالو، غنم او داڼیه کرو. پخوا ښه خرڅیدل، خو اوس د بازار نشتوالي له کبله خرڅلاو کم شوی.
" نوموړی وايي چې پخوا به سوداګر د حاصلاتو اخیستو لپاره کروندګر ته ورتلل او حاصلات به یې په ښه بیه اخیستل، خو اوس ګاونډیو هیوادونو ته د نه صادراتو له کبله، کروندګر مجبور شوي چې خپل حاصلات بازار ته یوسي او هلته یې په ټېټه بیه وپلوري.