No media source currently available
د اکتوبر لسمه په ټوله نړۍ کې د رواني ناروغۍ نړیواله ورځ لمانځل کیږي. اروا پوهان وايي په پاکستان کې ۳۴ سلنه خلک له يادې ناروغۍ سره مخ دي. بلخوا د بدامنۍ او خراب اقتصادي وضعیت له کبله په خېبرپښتونخوا کې د رواني ناروغانو شمېر لا پسې زيات شوی.
ددغې ورځې په مناسبت د پېښور په "جنرل روغتون" کې یو کنفرانس جوړ شوې و او پدې روغتون کې د ناروغانو وړيا معاينه هم وشوه.