د باچا خان ښوونځي نجونو ته د عصري او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې
د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د باچا خان ښوونځي مسؤلین وایي، چې په دغه ښوونځي کې د زده کړو ترڅنګ نجونو ته د انځورګرۍ، خیاطۍ او د لاسي هنرونو د زده کړې زمینې هم برابرې شوي دي. د ښوونځي مسؤلین زیاتوي چې پدغه ښوونځي کې د ماشومانو د روزنې ترڅنګ، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو ته هم ځانګړې پاملرنه کیږي.