په دې نندارتون کې د افغان زده کوونکو لپاره یوه ځانګړې غرفه هم جوړه شوې، چې ګڼ شمېر افغان زده کوونکو ته د لوړو زده کړو او په پاکستان کې د تحصیلي فرصتونو په اړه معلومات ورکړل شول.
د نندارتون د تنظیموونکو په وینا، دا ډول پروګرامونه کولای شي د ځايي او بهرنیو زده کوونکو د اکاډمیک پرمختګ او په تعلیمي موسسو کې د ښه ادغام لامل شي.