No media source currently available
د پېښور اوسېدونکی سردار خان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په پېښور کې ساګ او د جوارو ډوډۍ پلوري. د کورنيو مستو څخه جوړې شړومبې د غرمې په ډوډۍ کې د سردار خان خواړو ته لا نور خوند وربخښي. د سردار خان د لاس، دغه کورني او خالص خواړه يو شمېر مینه وال لري.
هغه د لاس پوخ شوي ساګ او جوارو ډوډۍ خوړلو د پاره د پېښور ترڅنګ د پښتونخوا د بیلابیلو سیمو څخه خلک راځي.