د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې کروندګر د مرستو غوښتنه کوي


په کابل کې کروندګر د مرستو غوښتنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

د کابل د چهاراسیاب او نورو ولسوالیو یو شمېر کروندګر وايي چې له پامه غورځېدلي او د هیڅ لوري لخوا ورسره هیڅ راز مرسته نه کیږي.

عبدالقدوس چې د چهار اسیاب ولسوالۍ اوسیدونکی دی په خپله کرونده کې بیلابیل حبوبات، ترکاري، غنم او سبزي کرلي دي. دی وایې سږ کال بارانونو میوه لرونکو ونو ته سخت تاوانونه ورسول، خو په خبره یې سبزيو ته یې ګټه رسولې ده.

هغه وویل: "دلته مو کچالو او غنم کرلي دي. هغې غاړې ته مو بیا رومیان کرلي دیخوا ته مو بیا لوبیا کرلې. بارانونو موږ ته هم ګټه کړې او هم تاوان؛ ګټه یې دا وه چې اوبه پریمانه سوې او تاوان یې دا وه چې میوه لرونکې ونې یې که زردالو وه که مڼې وې، ټول یې خراب یې کړل."

عبدالقدوس وایي د حکومت همکاري ورسره کمزورې ده، د ده په وینا دوی اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوې سرې او د لښتیو جوړیدو ته ضرورت لري چې د اوبو د ضایع کیدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG