د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې د ترکي ناک ونو ترویج – کروندګر یې له حاصلاتو خوښ دي


په بلخ کې د ترکي ناک ونو ترویج – کروندګر یې له حاصلاتو خوښ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

په افغانستان کې د کوکنارو په کرکېلې د‌ طالبانو د حکومت لخوا له بندیز وروسته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو د ترکي‌ ناک ونو کرکیلې ته مخه کړې ده.

ددغه ولایت د چمتال ولسوالۍ یو تن کروندګر حاجي سید ولي‌ وايي، چې په یو جریب ځمکه کې یې ددغه ډول ناک ۶۰۰ ونې کینولې چې په خبره یې نه یوازې ښه حاصل ورکوي، بلکې په بازار کې هم په ښه بیه خرڅېږي.

نوموړی وايي، د چمتال ولسوالۍ آب و هوا ددغه ډول ناکونو لپاره مناسبه ده، له دې امله د ترکي‌ ناکونو هره ونه یو یا دوه کریټه حاصل ورکوي، چې یو کریټ یې په له ۶۰۰تر ۹۰۰ افغانیو خرڅوي.‌

دغه کروندګر همدارنګه وايي، له هغه ځایه چې په دغه ناکونو لږ لګښت کېږي‌ او حاصل ښه ورکوي، نو کروندګر کولای شي د کوکنارو پر ځای دغه ناک وکري، ځکه دا یې ښه بدیل کېدلای شي.‌

XS
SM
MD
LG